د فراه د ولایتي شورا رئیس وايي چې افغان حکومت د دې هېواد په کورنیو مسایلو کې د ایران د لاسوهنو د تورونو په وړاندې بېتفاوته دی.
نوموړی وايي، حکومت تر دې دمه له وسلهوالو طالبانو سره د ایران د مرستو د ادعا په اړه څېړنې نهدي کړي.
فرید بختور د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د فراه د کشفي ارګانونو د راپورونو له مخې ایران د دې ولایت په امنیتي مسایلو کې لاسوهنه کوي.
د هغه په خبره اړوند ارګانونه تر دې دمه د دې مسئلې د څېړنې په برخه کې بېتفاوته دي.
نوموړي زیاته کړه:
"د حکومتي نهادونو غبرګونونه تر دې دمه یوازي د رسنیو تر کچې دي، په دې خاطر چې پر خپلو موقفونو پاتې شي، هماغسې لکه څرنګه چې خلک د دې مسئلې «د ایران مداخله» اړوند یوازې ګېلې لري حکومتي مسؤلین هم ګېلې کوي او بس، باید ووایم چې د فراه په اوسني امنیتي وضعیت کې د ایران له لاسوهنو سترګې پټې نهشي."
سره له دې چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ایران له سفارت سره زموږ اړیکه ټینګه شوه، خو مسؤلینو يې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
ایران د فراه په ګډون د افغانستان له غربي ولایتونو سره ۲۸۹ کېلو متره اوږده سرحدي پوله لري چې د فراه د سیمهییزو چارواکو پi وینا دوی په ټوله سرحدي پوله کنټرول نهلري.
د ایران د لاسوهنو په اړه له دې وړاندې هم یو شمېر سیمهییزو چارواکو او د ملي شورا غړو خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
د فراه والي: له طالبانو نه د ایران د ملاتړ د مستند کېدو په اړه هڅې روانې دي
د فراه پخواني والي محمد عارف شاه جهان له دې وړاندې ویلي وو چې د دې ولایت طالبان مالي او پوځي امکانات په واک کې لري او مشرانو تهيې په ایرن کې کورونه هم ورکړل شوي دي.
د فراه والي: ایران یو شمېر طالب مشرانو ته کورونه او امکانات برابر کړي
له دې وړاندې د فراه بل پخواني والي اصف ننګ د خپلې دندې پر مهال ویلي وو چې د وسلهوالو طالبانو مشران د ایران په مشهد، کرمان او یزد کې ژوند کوي او افغانستان ته د ترورېستي فعالیتونو د ترسره کولو په هدف راځي.
بلخوا په کابل کې د امریکا سفیر جان بس تازه د «بي بي سي» فارسي څانګې سره په خبرو کې ویلي چې ایران د سپاه پاسدارن انقلاب په وسیله په افغانستان کې طالبانو ته لوژستیکي مرستې رسوي.
د هغه په خبره نښې نېښانې موجودې دي چې ایران په افغانستان کې د وسلهوالو طالبانو له بېلابېلو ډلو ملاتړ کوي.
ښاغلي جان بس خبرداری ورکړ چې دا جنګ کولای شي د ایران ختیځ سرحدونه هم ناامن کړي.
خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د دې هېواد په مسایلو کې د ایران د لاسوهنو د ادعاګانو په اړه څېړنې روانې دي.
د دې وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تر دې دمه په دې اړه اسناد او شواهد په لاس نهدي ورغلي.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ اړیکې له ایران سره دوستانه دي، تاسې خبر یاست چې د افغانستان د ملي امنیت مشاور او د دفاع وزارت د ستراتېژۍ او پالېسۍ مرستیال هلته «ایران» ته سفرونه درلودل او ایران تل دغه ډول تورونه چې ګوندې له ترورېستانو سره مرسته کوي رد کړي دي، په داسې حال کې چې یو هېواد په رسمي ډول دا ردوي موږ نهشو کولای چې شواهد او عیني شاهدان ونهلرو دا ادعا ثابته کړو."
خو په ولسي جرګه کې د فراه استازي موسی خان نصرت ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې چې کله وسلهوال طالبان له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ماتې خوري نو د ایران د سرحد پر خوا تښتي.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې مرستیال منشي فیصل سمیع وویل چې حکومتي ارګانونه باید له وسلهوالو طالبانو سره د ایران د مرستو د ادعاګانو په اړه څېړنې وکړي او له نتیجې دې يې له خلکو سره شریکې کړي.
راپور: اکرامالله اکرام