د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

ننګ: ایران پر بخش‌اباد بند د کار له پیل وروسته، ښکاره دښمني اعلان کړې


که څه هم د ژمي موسم رارسېدلی خو په فراه ولایت کې بیا هم جګړې زور اخیستی او هره ورځ افغان ځواکونو ته تلفات اوړي.

په دې وروستیو دوو اوونیو کې په فراه کې تر پنځوس زیات افغان سرتېري د دولت وسله‌والو مخالفینو په بېلابېلو بریدونکو کې وژل شوي دي.

دغه بریدونه تر ډېره یا د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې چېرته چې د بخش‌اباد د اوبو بند موقعیت لري او یا هم د ایران سره پر سرحدي ولسوالیو شیب کوه او پشت کوه کې تر سره شوي دي.

داسې معلومېږي چې دغه کار د فراه د ولایتي چارواکو زغم او صبر نور کم کړی دی.

د فراه والي محمد اصف ننګ چې د قومي مشرانو سره‌يې په یوې غونډه کې خبرې کولي په ډاګه وویل چې د فراه په وروستیو ناامنیو کې د ایران هېواد لاس لري.

د فراه د والي په خبره ایران وروسته تر هغه چې دوی پر بخش‌اباد بند کار پیل کړ د فراه سره‌یې ښکاره دښمني اعلان کړې ده.

والي وایي چې ایران د دولت وسله‌والو مخالفینو ته د فراه د سرحد څخه وسلې او نور امکانات په لاس کې ورکوي او په دې توګه‌یې په فراه ولایت کې وروستیو ناامنیو ته لاره هواره کړې ده.

والي وايي، که د دې مداخلې او لاسوهنې مخه ډب نه‌شي نو ډېرې بدې پایلې به ولري.

محمد اصف ننګ
محمد اصف ننګ

نوموړي زیاته کړه:

"د بند دښمنان ایرانیان او د دوی نوکران طالبان دي، دا په کامله معنی څرګنده ده چې د اجیر لښکر په توګه د دې په تخریب کې مصروف دي تر دا اوسه بل جنګ نه‌شته دا جنګ د بخش‌اباد جنګ دی."

په همدې حال کې په مشرانو جرګه کې د فراه ولایت استازي هم د ایران لاس په وروستیو جګړو کې نه‌ردوي.

د فراه ولایت سناتور ګل احمد اعظمي وایي چې ایران او ځیني نور ګاوڼدي هېوادونه د هغه لویو پروژو لکه د بخش‌اباد بند او همداشان د چابهار بندر عملي کېدو په فراه کې اندېښمن کړي او د د دولت د وسله‌والو مخالفینو سره په مرستې سره غواړي چې د دې لویو کارونو مخه ډب کړي.

د فراه سناتور وایي چې دا موضوع باید په لوړه ډیپلوماتیکه کچه د دواړو هېوادونو تر منځ مطرح او د حل لاره ورته پیدا شي.

هر کال د ژمي په رارسېدو سره په فراه ولایت کې امنیتي وضعیت څه ناڅه سمېږي خو سږ کال لاهم دغه وضعیت خراب شوی او د فراه ولایت په بالابلوک، بکواه، شیب کوه او پشت کوه ولسوالیو کي د دولت د وسله‌والو مخالفینو فعالیتونه ډېر شوي دي.

XS
SM
MD
LG