د انتخاباتو پر خپل وخت ترسره کېدو په کابل کې د امریکا سفیر ټینګار

په کابل کې د امریکا سفیر یو ځل بیا پر خپل وخت د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو پر ترسره کېدو ټنیګار کوي.

جان بس له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي هغه مرستې او امکانات چې افغان حکومت ته برابر شوي باید د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات پر خپل وخت ترسره شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او د جمهوري ریاست انتخابات باید پر خپل وخت ترسره شي ځکه هغه مرستې چې موږ یې له افغان حکومت سره کوو ډاډه یو چې پر خپل وخت انتخابات ترسره کېدلای شي."

د امریکا سفیر له ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال.

په ورته وخت کې له انتخاباتو نه د ملاتړ ډله چې د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونه‌یې غړیتوب لري، په خپله یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې پر خپل وخت د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو پر انتخاباتو ټینګار کړی دی.

د دغې ډلې غړو دغه‌شان ویلي چې د انتخاباتو په سیستم کې د هر ډول بدلون له امله کېدای شي دغه چاره په ۲۰۱۸ کال کې ترسره نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان سیاسي ګوندونو د انتخاباتي سیستم د بدلون غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د روان کال د سرطان میاشتې ۱۶مه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره ټاکلې وه، خو شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د دغه کمېسیون مرستیال وویل چې ښايي د انتخاباتو نېټه وځنډېدیږي چې ولسي جرګې یې په وړاندې غبرګون وښود.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د تېرې دوشنبې په ورځ د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د نېټې بیا بدلول دوی ته نور د منلو نه‌دی او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلین باید په دې اړه ځواب ووايي.

د بودجې نشتوالی، ناسم امنیتي وضعیت او یو شمېر نور موارد پر خپل وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو عمده لاملونه ښودل شوي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد په دې اړه د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې کار روان دی، خو ښايي په دغو انتخاباتو کې دوه میاشتې ځنډ راشي.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد

ښاغلي صیاد زیاته کړه:

"د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د کتاب د بسته‌بندۍ کار روان دی او ولایتونو ته استول کېږي، موږ د سرطان میاشت د انتخاباتو لپاره ټاکلې وه، خو دا چې وخت مو له لاسه ورکړی، ښايي دوه میاشتې وځنډېږي، خو دا په دې معنی نه‌ده چې انتخابات په ځنډ سره ترسره کېږي."

خو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ «فیفا» رئیس یوسف رشید وايي چې که چېرې په انتخاباتي سیستم کې بدلون راشي، د نورو ستونزو تر څنګ به دا چاره هم د انتخاباتو د ځنډېدو لامل وګرځي.

ښاغلی رشید وايي، که داسې وشول نو سیاسي کړکېج به زیات شي چې ښه پیغام نه‌لري.

راپور: اجمل تورمان