ایران وايي، د سوریې له پلازمېنې دمشق دباندې به په ترورېستانو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري پرون یکشنبه له تسنیم نیمه دولتي خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، ایران او د سوریې حکومت به په سوریه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لهخوا د اوربند د تصویب شوې پرېکړې لپاره ژمن پاتې شي.
خو د جنرال باقري په خبره د دمشق له ښاره بهر ځینې هغه سیمې چې د ترورېستانو په لاس کې دي، په دې اوربند کې نهدي شامل او پهکې به تصفیوي عملیات دوام ولري.
اخوا د ترکیې د صدراعظم مرستیال بکر بوزداغ پرون یکشنبه په یوه ټلوېزيوني وینا کې وویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اوربند به په عفرین سیمه کې د ترکي پوځیانو پر عملیاتو کومه اغېزه ونهلري.
د ده په خبره انقره به د ترورېستانو ځپلو ته دوام ورکړي.
ترکیه د کُردانو «وای. پي. جي» پوځیان چې د عفرین کنټرول په لاس کې لري، یو ترورېستي سازمان او د کُردستان د کارګرانو ګوند «پي. کې. کې» سره تړلې بولي.
په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د سوریې حکومتي پوځیانو په ختیځه غوطه کې پرون یکشنبه تازه حملې کړي چې په پایله کې یې د سوریې پلوي ۱۳ سرتېري او د جېشالاسلام مخالفې ډلې شپږ سختدریځي وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دمشقه بهر په ختیځه غوطه کې د سوریې د رژیم په بمباریو کې د ملکیانو تر سختې مرګژوبلې د اوربند غوښتنه وکړه.
ملګرو ملتونو په سوریه کې د اوربند په اړه غوښتنه رد کړه
د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو د فبروري په ۲۴مه دې اوربند ته رأیه ورکړه، خو روسیې د دې اوربند د پیل له نېټې سره مخالفت وکړ.
کرملېن وايي، د فرانسې جمهور رئیس امانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل پرون یکشنبه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوربند د تطبیق په اړه خبرې کړې دي.
د جرمني د حکومت یوه ویاند هم ویلي، امانوئل مکرون او انګلا مېرکل له ولادیمیر پوتین غوښتي چې د سوریې پر حکومت ډېر فشار راولي، څو په ختیځه غوطه کې جنګ پای ته ورسوي.
امریکا بیا په ختیځه غوطه کې د ملکیانو په وژنې له اولې ورځې زیاته خواشیني ښودلې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د فبرورۍ په ۲۳مه په واشنګټن کې د اسټرالیا له صدراعظم مالکوم ترنبول سره «Malcolm Turnbull» سره په ګډه خبري غونډه کې په دې اړه وویل:
"زه باید ووایم، هغه څه چې په دې وروستیو کې روسیې، ایران او سوریې ترسره کړي، یو بشري ناورین دی. موږ هلته د یوه دلیل په خاطر یو. د داعش د لهمنځه وړلو لپاره هلته یو او په ماتولو سره بهیې خپلو کورونو ته ستنېږو، خو په دې لنډه موده کې دغو درېیو هېوادونو چې کوم کارونه کړي یوه رسوايي ده."
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، شااوخوا څلور لکه کسان په ختیځه غوطه کې په ښارګوټو او فارمونو کې د سوریې د حکومت په محاصره کې دي.
د دغه سازمان په خبره د فبرورۍ له ۱۸مې په ختیځه غوطه کې د اوربند تر ټینګښت پورې لږ تر لږه ۳۷۰ کسان وژل شوي او څه باندې ۲۴۰۰ کسان ټپیان دي.
د سوریې حکومت رسمي مطبوعات بیا وايي چې اورپکو تېره اوونۍ د دمشق په ختیځو سیمو کې ۱۶ ملکیان وژلي دي.
راپور: صفيالله ستانکزی