د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د جنرالانو او لوړ رتبه افسرانو د تقاعد د پېشنهادي طرحې له مخې به، د دغه وزارت یوشمېر جنرالان او نور لوړپوړي افسران تقاعد ته سوق شي.
دغه وزارت وايي، د اصلاحاتو راوستلو او ځوانو افسرانو ته د فرصتونو د برابرولو په هدف، په دغه وزارت کې یوشمېر جنرالان او لوړ رتبه افسران تقاعد ته سوق کېږي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۲۲ مه» ازادي راډيو ته وویل، دا چې په څومره شمېر کې او کوم افسران په دې پروسه کې راځي، له بشپړېدو وروسته به یې نومونه او جزیات له ولس سره شریک شي.
نصرت رحیمي
ښاغلي رحیمي وویل:
"د افسرانو د ذاتي قانون له مخې چې په دفاع وزارت کې تطبیق شو، دا به په کورنیو چارو وزارت کې هم تطبیق کېږي، دغه پروسه ابتدايي ده، دا چې کوم کسان دي، په څومره شمېر کې دي، د پروسې له بشپړېدو وروسته به یې لېستونه د افغانستان له خلکو سره شریک شي."
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني تل په امنیتي ارګانونو کې په اصلاحاتو ټینګار کړی او تېره اوونۍ یې د دغو اصلاحاتو په لړ کې د دفاع وزارت د څه باندې ۱۶۴جنرالانو د تقاعد چارې لاسلیک کړې.
نصرت رحیمي وايي، په کورنیو چارو وزارت کې د دې وزارت مشرتابه شااوخوا درې میاشتې وړاندې په دغه وزارت کې د بنیادي، اساسي او عملي اصلاحاتو لړۍ پیل کړې ده.
ښاغلی رحیمي زیاتوي، د تېرې چهارشنبې په ورځ یې د کابل ښار د ۱۶ حوزو امیرینو او مرستیالانو پوستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې، ازموینه واخیسته چې د وړتیا او لیاقت له مخې به وړ، پاک او مسلکي کسان په دندو وګمارل شي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې له دې وړاندې یې د کابل ښار د ټولو حوزو، جنايي مدیرانو د کشف امرینو او د منطیقوي امرانو پوستونو ته هم ازموینه اخیستل شوې ده.
افغان پولیس
بل خوا د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یوشمېر غړي له دغه اقدامه د هرکلي ترڅنګ ټینګار کوي چې پرځای یې وړ، مسلکي او پاک افسران باید په دندو وګمارل شي.
د دغه کمېسیون غړې وږمې ساپۍ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"اصلاحات ښه دي، اکثره موږ داسې صاحب منصبان درلودل چې ډېری یې زاړه او یا بې سواده وو، نو په داسې جنرالانو د ملت خزانه خالي کېږي، په دوی باندې د جنرالانو او لوړ رتبه افسرانو د تقاعد د پېشنهادي طرحې تطبیق کول ښه اقدام دی."
اغلې ساپۍ ټینګار کوي چې دغه اصلاحات باید د افسرانو د ذاتي قانون له مخې په اساسي او منظم ډول رامنځته شوي وای.
د افسرانو د ذاتي قانون طرحه څه موده وړاندې د ولسي جرګې له خوا رد شوه.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې افغان حکومت له خپل ولس او نړیوالې ټولنې سره د اصلاحاتو ژمنه کړې او دغه لړۍ یې له کابله پیل کړې او له کابله وروسته به یې نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
راپور: رحمت الله افغان