د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۴۴

ولسمشر غني د دفاع وزارت څه باندې ۱۶۴ جنرالان تقاعد کړل


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دفاع وزارت څه باندې ۱۶۴ جنرالان تقاعد کړل.

د ولسمشر د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي نن یکشنبه ازادي راډیو ته دا خبره تأیید کړه.

ښاغلي مرتضوي ویلي، دا جنرالان د ولسمشر په لاسلیک د اصلاحاتو د راوستلو او ځوانو افسرانو ته د فرصتونو د برابرولو په هدف تقاعد شوي دي.

د امنیتي او دفاعي بنسټونو د دوو زرو جنرالانو او لوړ رتبه افسرانو د تقاعدۍ طرحه د روان کال د لړم په وروستیو کې جوړه شوه.

د دې طرحې په اساس د افغانستان د دفاعي او امنیتي بنسټونو ۷۰ فیصده جنرالانو ته تقاعد ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG