په پاکستان کې د پښتنو احتجاجي پرلت د یوې میاشتې لپاره وځنډول شو

په پاکستان کې د پښتنو احتجاجي پرلت د یوې میاشتې لپاره وځنډول شو.

په اسلام اباد کې پرون شنبه د پاکستان د صدراعظم د سلاکارامیر مقام په مشرۍ یوه دولتي پلاوي د احتجاج له یوشمېر ګډونوالو او د "محسودو د ژغورنې غورځنګ" له استازو سره وکتل او په لیکلي بڼه يې ژمنه وکړه چې غوښتنې به یې عملي شي.

په اسلام اباد کې د پښتنو د احتجاج "پښتون لانګ مارش" یوه مشر منظور احمد پښتون پرون شنبه وویل، که حکومت په یوه میاشت کې د هغوی غوښتنې عملي نه کړي، خپل اعتراض به له سره پېل کړي.

د پاکستان د نيشنل عوامي ګوند یوه مشر او پخواني سناتور افراسیاب خټک پر ټوېترولیکل چې د پښتنو استازو په لاریون کې ګټه وکړه.

افراسیاب خټک پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل:

"مبارزه مختلفې مرحلې لري او داسې نه شي کېدای چې ټولې مرحلې یې په یوه وار سر ته ورسېږي، دا مرحله په کامیابۍ سر ته ورسېده، دا د ترورېزم او جنګ خلاف خپل دریځ یې څرګند او د پښتنو ترمنځ یې یو والی رامنځته کړ، دا لويې لاس ته راوړنې دي."

د پښتنو احتجاجي پرلت د جنورۍ په ۲۶ مه له دېره اسماعیل خانه د "محسودو د ژغورنې غورځنګ" پیل کړ .

هغوی د پاکستان له حکومته غوښتنه کوله چې د جنوبي وزیرستان د یوه ځوان نقیب الله محسود قاتلان ونیسي او سزا ورکړي.

د پاکستان د پولیسو په وینا، نقیب الله محسود د جنورۍ په ۱۳ مه په کراچي ښار کې له پاکستاني طالبانو سره د ارتباط په تور ووژل شو.

خو د سند حکومت تر څېړنو وروسته اعلان وکړ چې نقیب الله محسود بې ګناه و او د هغه په قتل تورن پولیس راو انواروتښتېد.

د پاکستان حکومت لا نه دی توانېدلی چې راوُ انوار ونیسي.

احتجاج کوونکو وروسته خپلې غوښتنې زیاتې کړې.

راو انوار لا نه دی نیول شوی

هغوی د پاکستان له حکومته وغوښتل چې په وزیرستان کې باید ماینونه پاک شي، د لادرکه شویو پښتنو څرک باید وموندل شي، د پښتنو د هدفي وژنو مخنیوی باید وشي، د قبایلو خلکوته باید د وطن کارد په نوم د اسنادو اړتیا له منځه ولاړه شي او د پښتنو په سیمو کې د تلاشۍ عملیات باید پای ته ورسېږي.

په اسلام اباد کې د احتجاج کوونکو یوشمېر استازو د فبرورۍ په ۶ مه پر خپلو غوښتنو دخبرو لپاره د پاکستان له صدراعظم سره وکتل.

په هغه بیان کې چې د پاکستان د صدراعظم له دفتره خپور شوی، ژمنه شوې چې د نقیب الله محسود په قتل تورن پولیس راوُ انوار به ونیول شي او عدالت ته به ودرول شي، په جنوبي وزیرستان کې به د ماینونو د پاکولو پروسه چټکه او د ماین د قربانیانو کورنیو ته به تاوان ورکړ شي او په جنوبي وزیرستان کې د نقیب الله محسود په کلي مکین کې به د هغه په نوم د متوسطې کچې یو ښوونځي جوړ شي.

اعلاميه که څه هم د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د پښتنو د لاریون داستازو ترمنځ د خبرو په پایله کې لیکل شوې، خو عباسي نه ده لاسلیک کړې، بلکې د هغه د سلاکار امير مقام تر لاسلیک لاندې خپره شوې ده.

خپره شوې اعلامیه د فبرورۍ په شپږمه لیکل شوې او ډېرو کسانو ته یې دا پوښتنه پيدا کړې چې د احتجاج ځنډول مناسبه پرېکړه وه؟

په پاکستان کې د پښتنو د احتجاجي پرلت یوې ګډونوالې او مدني فعالې سنا اعجازازادي راډیو ته وویل چې حکومت لیکلې ژمنه ورسره کړې چې غوښتنې به یې ومنل شي، نو د یوې میاشتې لپاره د احتجاج ځنډول بده خبره نه ده.

سنا اعجاز زیاتوي:

" دایو پر امنه جدوجهد و، تر دستور (قانون)لاندې د خپل حق غوښتنه وه، هغه وشوه، کومې ژمنې چې راسره شوي، د دې نښه ده چې ریاست (حکومت) مجبور شو چې دې پایلې ته ورسېږي چې د پښتون قوم د خبرو اروېدل ضروري دي. "

خو یو شمېر کسان د اعلان شوي ځنډ په اړه مایوسي څرګندوي.

د پښتنو د احتجاجي پرلت یوه ګډونوال او د سوات د قومي جرګې مشر ذاهد خان ازادي راډیو ته وویل، ډاډ نه لري چې پښتانه به بیا د داسې احتجاج لپاره تنظیم شي، نو له دې امله فکر نه کوي چې داحتجاج ځنډول مناسبه پرېکړه وه.