د عوامي نېشنل ګوند مشر، اسفنديار ولي خان وويل چې حکومت بايد د نقيبالله محسود پر وژنې تورن پخوانی پوليس چارواکی، راوُ انور ونيسي او له هغه دې دا تحقيقات وکړي چې نور يې په جعلي پوليس مقابلو کې څومره پښتانه وژلي دي.
د مظاهرهچیانو غوښتنې:
- د نقيب محسود وژونکو ته دې سخته سزا ورکړل شي.
- ورک شوي پښتانه ځوانان دې وموندل شي.
- قبايلي سيمې دې له ماينونو پاکې کړل شي.
اسفنديار ولي خان زياته کړه:
"مطالبه مو دا ده چې راو انور دې ژر تر ژره ونیول شي. يو عدالتي کمېسیون دې جوړ شي او له هغه دې پلټنې وکړي. زما له ده سره هم کار دی او هغه هم بايد راته وښيي چې چا ورته د دې وژنې ويلي دي. له دې غوښتنو څخه نه پر شا کېږو. د باچا خان او ولي خان پر سر مې درسره وعده ده چې موږ به له تاسو سره يو. تر هغې به درسره يو تر کومې مو چې مسئلې حل شوې نهوي."
د جنورۍ په دیارلسمه د ملېر اېس، اېس، پي راو انور په مشرۍ پوليسو د وزيرستان يو ځوان نقيبالله محسود له طالبانو سره د تړاو په تور وواژه، خو وروسته د سند چارواکو وويل چې محسود بېګنا وو او دغه جعلي پوليس مقابله وه، انور دا مهال پټ دی او پوليسيې د نيولو کوښښ کوي.
له حکومته د دې مظاهرهچیانو يوه بله غوښتنه د ورک شویو پښتنو ځوانانو موندل دي.
دې احتجاج ته د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمان وويل که يو څوک په جرم تورن وي هغه بايد د غیبولو پر ځای عدالت ته وړاندې کړل شي.
که په پاکستان کې انصاف شته او که په انصاف کې ترهګرو ته د سزا ورکولو لپاره عدالتونه شته، نو بیا خو دې له مجرمینو سره قانوني چلند وشي.مولانا فضل الرحمن
هغه وويل:
"بل زه تاسي مظاهره چیانو ته وايم چې نه يوازې ستاسي ټولې مطالبې سل په سلو کې منم بلکې ډاډ درکوم چې د يو وکيل په شان به ستاسي قضیه مخ ته بيايم."
دا مظاهره له قبايلي سيمو څخه د ماينونو پاکولو لپاره پېل شوې وه.
وروسته ورسره د ملک له بېلابېلو برخو پښتانه سړي او ښځې يوځای شول او غوښتنې يې هم ډېرې شوې.
د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شيرپاو پرون وويل چې قبايلو د پاکستان لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي او نور يې بايد حقونه ونهخوړل شي.
ښاغلي شیرپاو زیاته کړه:
"نور بس دی. موږ سره چې کوم سلوک کېږي او کوم ظلم راسره روان دی، دا د ظلم اخري حد دی."
د دې مظاهرو په درېمه ورځ د پاکستان د کورنيو چارو وزير طلال چودري او د سيفران وزیر غالب خان هم ورغلي وو.
دوی ټينګار وکړ چې د مظاهرهچیانو ټولې غوښتنې مني، خو په احتجاج بوخت خلک وايي تر هغو به کور ته نهځي تر څو چې په دې اړه عملي ګامونه نهوي اخيستل شوي.
د مظاهرې يو اداره کوونکي، نيازبين ملنګ نن د ازادي راډیو مشال راډيو ته وويل:
"موږ خپلې بسترې د ځان سره راوړي دي. که غوښتنې مو ونهمنل شي، نو د پارلمان مخې ته ځو. تر هغې پورې به احتجاج کوو تر څو مو چې غوښتنې ونهمنل شي."
د پاکستان سترې محکمې د سند حکومت ته د نقيبالله محسود پر وژنې تورن راو انور د نیولو لپاره موده ټاکلې وه چې پای ته رسېدلې ده.
خو پاکستاني رسنيو د سند حکومت چارواکو له خولې ليکلي چې د دغه معطله شوي پوليس افسر د پټنځای د معلومولو او د هغه د نیولو لپارهيې کوښښونه ډېر کړي دي.