په داسې حال کې چې امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې په پاکستان کې له افراطي ډلو د ملاتړ له کبله د اسلاماباد پر ضد سختې څرګندونې کړي، د متحده ایالاتو د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز وايي چې دی لا هم د امریکا او پاکستان اړیکو ته ژمن دی.
د واشنګټن او اسلاماباد اړیکې په وروستیو څو اوونیو کې ترینګلې شوي، ځکه امریکا له پاکستانه په کلکه غواړي چې په دې هېواد کې دېره افراطي وسلهوال وځپي.
خو د امریکا د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» په بروکسل کې د خبریالانو یوې وړې ډلې ته وویل، دی به د پاکستان او امریکا د ښو اړیکو له ژمنې څخه په شا نهشي.
افغانستان کې د امریکا د پوځ د بریا لپاره د پاکستان همکاري د اهمیت وړ ده.
له دې مخکې د راپورونو له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا د پوځي مرکزي قرارګاه قوماندان جنرال جوزف ووټل ته ویلي و چې د امریکا انتقادونه پاکستان ته داسې یو احساس ورکوي چې خیانت ورته شوی وي.
ښاغلي ډانفورد چې په دې اړه په ډېر پام او احتیاط سره خبرې کولې په ډاګه کړه چې دی او جنرال ووټل به د پاکستان او امریکا د پوځونو ترمنځ د خبرو مشرۍ ته دوام ورکړي او زیاتهیې کړه چې دفاع وزیر جېمز مټېس به هم په دې خبرو کې شامل وي.
ډانفورد وویل، نهغواړي چې د امریکا او پاکستان پر اړیکو بحث وکړي، ځکه دی ژمن دی چې د دواړو هېوادونو اړیکې ښه کړي او د ده په وینا د جنرال ووټل په مشرۍ د پوځونو ترمنځ ډیالوګ به نتیجه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس ویلز هم پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» اسلاماباد ته ورسېده او له پاکستاني چارواکو سرهیې خبرې اترې وکړې.
مېرمن ویلز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینه جنجوعه سره په کتنه کې هم په افغانستان کې د امریکا د پوځ د بریا لپاره د پاکستان همکاري د اهمیت وړ وبلله.
دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې راغلې.
بیان زیاتوي چې پاکستاني چارواکو دې امریکایۍ ډيپلوماتې ته د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د خپلو هغو اقداماتو په اړه چې د پاکستان د قانون د تنفیذ ځواکونو ترسره کړي معلومات ورکړل او هغې هم دا اقدامات د سیمې د امنیت لپاره ګټور وبلل.
په بیان کې یادونه شوې چې د پاکستان دې اقداماتو په پاکستان او ټوله سیمه کې د امنیت او ثبات لپاره د پام وړ نتیجه ورکړې.
په همدې حال کې په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم ویلي چې پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» یې له مېرمن ویلز سره ولیدل.
ښاغلي زاخېلوال پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې له دې امریکایۍ چارواکې سرهیې د افغانستان او پاکستان د اړیکو، د سولې د بهیر او له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې، خو ښاغلي زاخېلوال د دې خبرو جزئیات نهدي روښانه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الېس ویلز داسې مهال پاکستان ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د دېره ترورېستي ډلو د پټنځایونو له کبله اسلاماباد د متحده ایالاتو له سختو انتقادونو سره مخامخ شوی او د دواړو هېوادونو اړیکې خړپړ شوې دي.
د دې دوو هېوادونو اړیکې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالد ټرمپ د کار له پیل وروسته نورې هم ترینګلې شوې.
ښاغلي ټرمپ د اګسټ میاشتې په پای کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتېژۍ د اعلان پر مهال پاکستان د هغه هېواد په توګه یاد کړ چې له هغه ځایه پر افغان او امریکايي ځواکونو د وسلهوالو حملې تنظیمېږي او ویېویل چې پاکستان د دې ډلو ملاتړ کوي، خو پاکستان تل دا ادعاوې رد کړې دي.
واشنګټن په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له پاکستان سره د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت خپلې مرستې به تر هغه وخته بندې کړي چې اسلاماباد په دې هېواد کې د دېره ترورېستي ډلو پر ضد قاطع او واضح اقدامات نهوي کړي.