د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د لوګر ولایت یو شمېر عامو خلکو ټرمپ ته مډال ډالۍ کړ


د لوګر ولایت یو شمېر عامو خلکو د پاکستان په وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستي دریځ د ستایلو لپاره هغه ته یو مډال ډالۍ کړی دی.

ډونالد ټرمپ په نوي کال کې ویلي و چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د امریکا لسګونه میلیارده ډالره اخیستي او امریکایان‌یې تېر ایستي دي.

د لوګر د ساداتو قوم مشر سید فرهاد اکبري پرون شپه ازادي راډیو ته وویل، شااوخوا ۳۰۰ خلکو د یوې قومي جرګې پر مهال د ټرمپ همدا دریځ وستایه او هغه ته‌یې د مډال ورکولو پرېکړه وکړه.

له ښاغلي اکبري سره د ازادي راډیو خبریال صفي‌الله ستانکزي مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG