د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

فايننشل ټایمز: پاکستان د خپل لاس او پښو وهلو په حال کې دی


د نړۍ يو شمېر رسنیو پر پاکستان د امریکا د مرستو بندېدو ته کتلي دي.

فايننشل ټایمز ورځپاڼې په خپل نوي راپور کې ليکلي، پاکستان د لاس او پښو وهلو په حال کې دی او افغانستان پر پاکستان د ډونالد ټرمپ له خوا د مرستو قطع کولو له مرستې خوشاله دی.

د ورځپاڼې په وينا په افغانستان کې د پاکستان پالیسي نه يوازي امریکا بلکې ناټو متحدان هم له اسلام اباد څخه بېګانه کړي دي.

فايننشل ټایمز دې ته هم اشاره کوي چې چين، روسیه او ترکيه تر اوسه د پاکستان ملاتړي پاته دي.

دا مقاله چې پاکستاني ليکوال احمد رشيد لیکلې ده، همداراز وايي: د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستی اقدام په کابل کې ستايل شوی ځکه افغان مشرانو بیا بيا امريکا ته ويلي وو چې پاکستان باید د طالبانو او حقاني شبکې غوندي سخت دريځو ته پناه ورنه کړي او په خپله خاوره کې دې دا ډلې له منځه يوسي.

په مقاله کې راغلي، په همدې حال کې د پاکستان پوځ او متحدانو يې بيا بيا ویلي چې له طالبانو سره په جګړه کې ورته تلفات اووښتي دي.

خو د احمد رشيد په وینا، په پاکستان کې د پټو افغان طالبانو پر وړاندي د دې هېواد د پالیسۍ تغيیر هم کافي کېدای شي.

فايننشل ټایمز دا ټکی هم راپورته کړی چې د امريکا، ناټو او پاکستان د اړیکو خرابوالی، د پاکستان اقتصادي ستونزې او د بلوچستان وضعيت ښايي په دې هېواد کې د سنا انتخابات وځنډوي.

ټاکل شوې ده دا انتخابات په مارچ مياشت کې وشي.

نيوزويک:

نيوزويک مجلې په یوه نوي راپور کې لیکلي، امریکايي نظاميان افغان ځواکونه روزي چې داعش او طالبان د بې پيلوټه الوتکو په واسطه په نښه کړي.

د مجلې په وینا، دا لومړی ځل دی چې افغان ځواکونه دا وړ ازموينه ويني.

نيوزويک د امريکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې وايي، افغان ځواکونه اوس تر ډېره په مستقيمو هوايي حملو کې پر ځان متکي دي.

مجلې دا هم ويلي چې افغانستان ته د نورو امریکایي سرتېرو لېږلو تر اعلان وروسته امریکا ويلي چې د افغان امنيتي ځواکونو روزنه يې لومړيتوب دی او د داعش او طالبانو غوندي سخت دريځو پر وړاندي به هوايي حملې زیاتې شي.

نيویارک ټايمز:

نيویارک ټايمز ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله لیکي: کله چې په ۲۰۱۴مېلادي کال کې ولسمشر محمد اشرف غني چې د نړيوال بانک تکنوکرات او اکادمیک کس پاته شوی دی، د افغانستان ولسمشر وټاکل شو، ده ژمنه وکړه چې په خپل هېواد کې به د حکومتدارۍ بڼه بدلوي او هغه داسي چې د افغانانو ځوان نسل ته به د مشرتابه موقع ورکوي.

مقاله وايي چې په افغانستان کې د طالبانو جګړه لا دوام لري او دغه هېواد د لانجمنو انتخاباتو له لويې ستونزې سره مخامخ دی.

نيویارک ټایمز ورځپاڼې په دې مقاله کې ویلي چې د افغانستان مخکيني حکومت د دې پر ځای چې د خلکو خدمت وکړي، د ممتاز قشر ګټې يې خوندي کولې.

خو د مقالې په وینا، ښاغلي غني بیا هم په افغانستان کې يو فرصت لیده.

ده غوښتل په جغرافيايي دښمنيو او جوړجاړیو کې بند پاته افغانستان له دې وضعيته راوباسي او د جنوبي اسیا او مرکزي اسيا تر منځ د سوداګرۍ او ترانسپورت په سيمه ییز مرکز يې بدل کړي.

مقاله لیکي چې د دغو تغيیراتو لپاره ده پر ځوانه او لوستې طبقه تکيه وکړه چې له ۲۰۰۱م کال راهيسي توانېدلي وو لوړې زده کړې وکړي او نوې مفکورې ولري.

مقاله زیاتوي چې ښاغلي غني دا ژمنه هم کړې وه چې په حکومتي بستونو کې به ښځو ته ډېرې مواقع ورکوي.

د مقالې په وينا له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ولسمشر غني حکومت خپله ژمنه تر ډېره بريده پوره کړې او په لوړو حکومتي بستونو کې يې ځوانو او لوستو افغانانو ته موقع ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG