میاخېل: که پاکستان سره هڅو نتیجه ورنه‎کړه د کډوالو بېړني راتګ ته تياری نيسو

وروسته له هغه چې پاکستان افغان کډوالو ته په دې هېواد کې د پاتې کېدو یوه میاشت مهلت وټاکه، د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دوی هڅه کوي له ډيپلوماتيکو لارو پاکستان ته قناعت ورکړي، څو دغو کډوالو ته د ۲۰۱۸ میلادي کال تر وروستۍ نېټې پورې په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړي.

د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» ازادي راډيو ته وويل، که ډيپلوماتيکو هڅو نتیجه ورنه‎کړه افغان حکومت به د کډوالو د بېړني راتګ لپاره تياری ونيسي.

حفيظ احمد مياخېل

​دی وايي:

"په دې برخه کې موږ یو شمېر ملي او نړیوالو بنسټونو سره کار کوو، څو د کډوالو د بېړني راتګ لپاره په هېواد کې تياری ونيسو. زموږ تمه له پاکستانه دا ده چې د مهاجرت موضوع سياسي نه‎کړي، دغه‌شان هغه هوکړه چې پخوا يې کړې د هغې هوکړې پر اساس دې زموږ هېوادوالو ته په هغه هېواد کې د وتلو موده د یوه کال لپاره وغځوي."

ښاغلی مياخېل دا هم وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو بېړنی راتګ به زیاتې ستونزې جوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر اساس، پاکستان افغان کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې خپل هېواد ته ستانه شي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، شااوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې د استانبول په غونډه کې افغان او پاکستاني چارواکو هوکړه وکړه چې له مخې يې په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو وروستۍ نېټه د روان ميلادي کال تر پایه غځېږي.

د دې وزارت د مسؤلینو په خبره اوس‌مهال ۱،۴ میلیونه افغان کډوال چې د مهاجرت قانوني اسناد لري په پاکستان کې ژوند کوي.

دغه وزارت له دې وړاندې خبر ورکړی و چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې څه باندې دوه ميلیونه افغان کډوال له بهرنیو هېوادونو او په خاص ډول له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

له دې مخکې د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم ويلي و چې پر کډوالو مستقیم او غیر مستقیم فشارونه د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف دي.

د دغې کمېشنرۍ ویاند نادر فرهاد د روانې اوونۍ په پيل کې ازادي راډيو ته ويلي و د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه د هغه هېواد د ژمنو خلاف ده.

په ورته وخت کې د سرحدونو، قبایل او مهاجرینو په چارو کې د مشرانو جرګې کمېسیون وايي، په یوه میاشت کې له پاکستانه د ټولو افغان کډوالو راتګ به ډېر ستونزمن وي.

د دې کمېسیون رئيس محمدا جان منګل د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» ازادي راډيو ته وويل، د پاکستان له‎خوا افغان کډوالو ته د یوې میاشتې وخت ټاکل سیاسي اقدام دی.

پاکستان کې افغان کډوال

دی وايي:

"د پاکستان دا اقدام سیاسي اړخ لري، له کله نه چې له امریکا سره د دوی اړيکې خرابې شوې پاکستان د دې جزا افغان کډوالو ته ورکوي، دا ښه کار نه‎دی دا یو غیر قانوني عمل دی."

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت هم وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده یوه کال ته نه‌غځول د پاکستان په اړه د امریکا په وروستي دریځ پورې اړه لري.

دا وزارت له پاکستانه غواړي چې افغان کډوالو سره سياسي چلند ونه‎کړي او په دې برخه کې د بشر حقونو اصول او نړیوال قوانين مراعت کړي.

راپور: شاه‌محمود شینواری