د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

افغانستان: پاکستان دې د افغان کډوالو کارتونه تر یوه بل کاله هم تمدید کړي


افغانستان له پاکستان څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې د ثبت شويو افغانانو د کډوالۍ کارتونه دې تر یوه کاله نور هم تمدید کړي.

پاکستاني رسنیو په اسلام‎اباد کې د افغانستان د سفير مرستيال زردشت شمس له قوله راپور ورکړی چې وايي، هېڅ امکان نه‎لري چې په يوه مياشت کې ټول افغان کډوال له پاکستانه ووځي.

د ښاغلي شمس په وينا، افغان حکومت له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دی چې دا اسناد تر یوه کال یا لږ تر لږه تر شپږو مياشتو تمديد شي.

اسلام‎اباد کې د افغانستان د سفير مرستيال زردشت شمس
اسلام‎اباد کې د افغانستان د سفير مرستيال زردشت شمس

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو اسناد د ۲۰۱۷ میلادي کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه پوره شول او پاکستان دا اسناد يوازې د يوې مياشتې لپاره تمديد کړل.

اوس‎مهال اټکل کېږي چې شااوخوا يو میليون او څلور لکه ثبت شوي او ۷ لکه بې‌اسناده افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.

هېڅ امکان نه‎لري چې په يوه مياشت کې ټول افغان کډوال له پاکستانه ووځي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان دا پرېکړه د نړيوالو کنوانسیونونو خلاف ده.

د دې وزارت وياند اسلام‎الدين جرأت ازادي راډیو ته وويل، د پاکستان حکومت د دغو کډوالو پر وړاندې نړیوال مسؤلیت لري.

دی وايي:

"لومړی خو له افغانستان سره اړوند د دوه میلیونه انسانانو په اړه د پاکستان پرېکړه يو اړخیزه ده او د دوی په اړه د پاکستان دا پرېکړه د نړيوالو کنوانسيونونو، موافقو او بشري حقونو له اعلاميو سرغړونه کوي او په همدې حال کې دا اقدام د پلي کېدو وړ نه‎دی. پر دې اساس د پاکستان دولت خپل نړيوال مسؤليتونه لري."

جرأت: پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې نړیوال مسؤلیت لري.
جرأت: پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې نړیوال مسؤلیت لري.

په همدې حال کې په پاکستان کې افغان کډوالو د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» په پېښور ښار کې په یوه غونډه کې ګډون وکړ او ویې‌ويل چې د یوې مياشتې لپاره د اسنادو تمديد کم وخت دی او دوی نور وخت ته اړتيا لري.

د دوی په وینا، افغانان په پاکستان کې میلیونونه روپۍ مصرفوي چې د هغه هېواد اقتصاد ته‌یې ګټه رسولې ده.

د افغان کډوالو رئیس عبدالغفار شينواري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» په پېښور کې په ياده غونډه کې وويل، افغانانو د پاکستان په بېلابېلو برخو کې تر څلور میليارده ډالره زیاته پانګونه کړې ده.

د ښاغلي شينواري په وينا، افغانستان او پاکستان باید سیاست د کډوالو له ستونزو سره يوځای نه‎کړي.

دی وايي:

"موږ بيا بیا د پاکستان حکومت ته درخواست کړی چې هر کله مو له افغانستان سره سياسي اختلاف راغی، تاسو افغان کډوال د سياست مه‌قرباني کوئ."

پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان کې افغان کډوال

په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفارت د ازادي راډیو پر بيا بيا تماس سربېره حاضر نه‎شو چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د برخلیک او اوسني وضعيت په اړه نظر څرګند کړي.

افغان کډوالو ته د پاکستان له‎خوا د ضرب‌الاجل ټاکلو پېښه د اسلام‎اباد پر وړاندې د واشنګټن د مالي مرستو له بندیز سره په يوه وخت سر خوري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړي پيغام کې پاکستان درواغجن هېواد ياد کړ او ویې‌ويل چې دغه هېواد د ترورېزم سره په مبارزه کې امریکا تېر ايستلې ده.

خو پاکستان ويلي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو مسئله د امریکا د مرستو له بنديز سره تړاو نه‎لري او پخوا د افغان کډوالو اسناد د ۲۰۱۷ میلادي کال د ډسمبر تر ۳۰مې تمديد شوي وو، نو دوی بايد په درېيو نورو اوونیو کې له پاکستانه ووځي.

XS
SM
MD
LG