د ارزګان ځیني خلک: وسله وال طالبان یې شخصي ځمکې پر خپلو ملګرو وېشي

د ارزګان د مرکز ترینکوټ ځايي خلک ادعا کوي چې وسله والو طالبانو شخصي ځمکې غصب کړي او دوی یې له خپلو مېنو شړلي دي.

د ارزګان ولایت دغه ځايي خلک یادې ادعاوې په داسې مهال کوي چې د دغه ولایت شااوخوا۹۰ سلنه خاوره د ولایتي شورا د مسؤلینو په خبره، له تېرو څه کم دوو کلنو راهیسې د وسله والو طالبانو تر و لکې لاندې ده.

دغه خلک وايي، نه په دولت کې کار کوي او نه هم له وسله والو طالبانو سره اړیکې لري، خو ځمکې يې وسله والو طالبانو په دې هدف ورڅخه غصب کړي چې ګڼې دغه ځمکې دولتي دي.

د دغو کسانو له ډلې یو هم د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د ګرم اب د سیمې اوسېدونکی چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وايي چې له تېرو سلو کلنو راهیسې يې دغه ځمکې چې وسله والو طالبانو ورڅخه غصب کړي، کري یې او حاصل ترې اخلي او پر یاده ځمکه یې کورونه هم جوړ کړي، خو اوس وسله والو طالبانو ورڅخه اخیستې او د خپلو مرچلو پرملګرو يې وېشي.

دی وايي چې اوس د کلونو کلونو د لاس په تڼاکو کټلې شتمني او ځمکې يې وسله والو طالبانو ته پريښي او اوس په کرایي کور کې شپې او ورځې تېروي.

دی ازادي راډيو ته وایي:

"تاسو ته معلومه ده چې زموږ سیمه اوس روانې اوبه نه لري، ځکه بارانونه نشته، وچکالي ده او کاریزونه مو وچ شول، ورسته موږ برمې پکې ووهلې او په لکونو لکونو روپۍ مو پرې مصرف کړي، خو اوس وسله والو طالبانو راڅخه غصب کړي او موږ يې ووهلو او راڅخه یې اخیستي دي."

یوازې دی نه دی چې وسله والو طالبانو یې ځمکه غصب کړې، بلکې د یوه بل ځایي اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل چې ځمکې یې وسله والو طالبانو پر خپلو ملګرو وېشلې او دی یې ترې شړلی دی.

دی هم ازادي راډيو ته وایي:

"زما ۲۰ جریبه ځمکه وسله والو طالبانو راڅخه واخیستله او زه یې له خپل کور څخه وویستم، وسله والو طالبانو زما کور ته د خپل ملګر ي کورنۍ راوستله، زه اوس دغه یم، په کرایه کور کې پروت یم، ولې وسله وال طالبان له موږ سره داسې کوي، موږ مسلمانان نه یوو او که د دې وطن نه یوو."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د غزني ولایت خلکو هم شکایت کړی و چې وسله وال طالبان ورڅخه غیر قانوني مالیه اخلي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې یې د خلکو دغه ادعاوې رد کړې وې.

د ارزګان دغه جګړه ځپلي دولت ته خواست کوي چې سیمې دې یې د وسله والو طالبانو له شتونه ورپاکې کړي او امنیت دې پکې تامین کړي.

هاخوا بیا د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین وايي چې دغلته يې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل کړي او ګڼې سیمې یې ورڅخه تصفیه کړې دي.

د ارزګان سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز ترینکوټ په مربوطاتو کې تېره ورځ د افغان هوايي ځواکونو د بریدنو پرمهال، د درېیو موهمو قوماندانو په ګډون، ۴۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه ولایت د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت الله شاه قیمتي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه هوايي بریدونه تېره ورځ د دغه ولایت مرکز ترینکوټ شمال ختیځه برخه کې د وسله والو طالبانو پر یوشمېر مرکزونو کړي دي.

ښاغلي قیمتي وویل:

"تاسو ته معلوم ده چې وسله والو طالبانو اوس د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او دوی یوازې د خلکو کورونه ور چوروي او له خلکو ډوډۍ په زور اخلي، موږ هم د دوی د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي او هېڅ کله به اجازه ورنه کړو چې زموږ بې ګناه افغانان وزوروي."

ښاغلي قیمتي دغه راز وویل چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوند په سوله نومي سیمه کې لا اوس هم د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف روان دي او په خبره یې چې تر دې مهاله ګنې سیمې له وسله والو طالبانو تصفیه کړي دي.

راپور: شریف الله شرافت