د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

ارزګان چارواکو ومنله چې د ناامنیو لامل په دولتي ادارو کې فساد دی


د ارزګان ولایت سیمه‌ییز امنیتي چارواکو ومنله چې په دغه ولایت کې د روانې جګړې یو لامل په یو شمېر دولتي ادارو کې فساد دی چې نشي کولای د دولت مخالفین وځپي او په سیمه کې امنیت تأمین کړي.

له دې سره دغلته د بشري حقونو د څار ډلې مسؤلین هم وايي، د دغه ولایت په
ټولو ولسواليو خلک خپلې ستونزې د صحرايي محکمو له لارې حلوي.

دغه ځايي چارواکو یادې خبرې نن یکشنبه په دغه ولایت کې د استېناف څارنوالۍ
لپاره د نوي څاروال د معرفي کېدو پر مهال وکړې.

په ورته وخت کې د دغه ولایت لپاره د مرکزي ادارې په امر معرفي شوی نوی څارنوال ژمنه کوي چې دغلته به د فساد په وړاندې مبارزه کوي.

په دې اړه بشپړ راپور د ازادي راډيو د خبريال شریف الله شرافت په دې راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:30 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG