یونیسف د افغانستان له پوهنې وزارت سره نېږدې ۴۸میلیون ډالر مرسته کوي

د افغانستان د پوهنې وزارت د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو له وجهي صندوق «یونیسف» سره د ۴۸ میلیونو ډالرو په ارزښت یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د پوهنې وزارت وايي، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونیسف دغه ۴۸ میلیونه ډالره مرسته به، د ظرفیتونو د لوړولو، د تعلیمي نصاب د پراختیا، د پوهنې د نظام د اصلاح او کیفیت لرونکو زده کړو ته د ماشومانو، په تېره د نجونو د لاسرسي په برخه کې ولګول شي.

دا خبره د دغه وزارت سرپرست محمد ابراهیم شینواري د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۰۹» له یونیسف سره د ۴۸ میلیونو ډالرو مرستې د تفاهم لیک د لاسلیکولو پرمهال وکړه.

د ده په خبره دغه مرسته به په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ مېلادي کال کې، د پوهنې پر بېلابېلو برخو ولګېږي.

ابراهیم شینواری

نوموړي زیاته کړه:

"مهمې برخې چې دي، هغه په محرومو سیمو کې زده کړو ته د ماشومانو لاس رسی دی، دغه شان د ماشوم لپاره د دوی د خوښې چاپېریال برابرول، د نجونو زده کړو ته ځانګړی پام، په بېړنیو حالاتو کې زده کړو ته تدابیر نیول او د پوهنې د تعلیمي نصاب په برخه کې به دغه مرستې ولګېږي."

ښاغلي شنیواري وویل، د پوهنې د نظام د اصلاح لپاره هم پروګرامونه په پام کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس ۳.۵ میلیونه ماشومان چې ډېری یې نجونې دي، ښوونځیو ته له تګ نه محرومې دي، د افغاستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې څه باندې ۱۰۰۰ ښوونځي د ناامنیو له امله تړلي دي.

پخوا تر دې ولسمشر غني ویلي و، هغه څه چې دغه بنسټونه یې روزي، د خلکو اړتیا نه ده او هغه څه ته چې د خلکو اړتیا ده، دغه بنسټونه یې نه شي روزلی.

افغان زده کوونکي

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق استازی ادیلا خدر چې د دغه تړون په ناسته کې حاضرو ویې ویل، ژمن دی چې د افغانستان د پوهنې له نظام سره مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"له افغان دولت سره زموږ کار مشترک دی، زموږ پالیسي د نجونو او ښځینه ښوونکو روزل دي، دا د افغانستان د ماشومانو لپاره د باور وړده، زه تاسې ته وایم، زموږ کاري پلان د افغانستان د ښوونې او روزنې له ملي پالیسۍ سره سم دی چې د افغان حکومت لخوا پیل شوی دی."

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي نادر بلوچ ازادي راډیو ته وویل، په تېرو ۱۶ کلونو کې د پوهنې له نظام سره نړیوالو موسسو په میلیونونو ډالرو مرستې وکړې او مصرف شوې، خو اوس هم د پوهنې په برخه کې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.

ښاغلی بلوچ وايي، ترکومه چې د دغه مرستو د لګولو چارې په ښه توګه ونه څارل شي، په دغه هېواد کې به د پوهنې د وضعیت ښه کېدل ستونزمن وي.

راپور: خان محمد سیند