د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

افغان ولسمشر: تعلیمي نصاب زموږ د معارف ځواب نه‌شي ویلی


افغان ولسمشر وایي، اوسنی تعلیمي نصاب نه د معارف ځواب ویلی شي او نه د کار د بازار او باید پرې هر اړخیز بحث وشي.

د افغانستان د ښوونې وزارت وایي، تعلیمي نصاب د پراختیا او تغییر وړ دی او په درسي کتابونو کې املایي او انشایي تېروتنې اصلاح شوي او اوس د عناوینو، مضامینو، پاڼو او د د درسي کتابونو پر اړوندو موضوع‌ګانو کار روان دی.

په سړو سیمو کې د نوي ۱۳۹۶ تعلیمي کال له پیلېدو سره سم افغان ولسمشر بلخ ولایت ته په وروستي سفر کې په اوسني تعلیمي نصاب کې نیمګړتیاوو ته په اشاره وویل چې دغه نصاب نه د زده‌کوونکي او نه‌هم د ښوونکي ځواب ویلي شي او پر ښوونکو بیا فشار زیات دی.

اشرف غني په دې ټینګار سره چې پر تعلیمي نصاب هر اړخیز بحث ته اړتیا ده مخکې په اړګ کې د بشري پانګې د پراختیا شورا په غونډه کې ویلي و چې د افغانستان پر تعلیمي نصاب باید هر اړخیز بحث وشي ځکه اوسنی نصاب د کار د بازار اړتیاوې نه‌شي پوره کولای.

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر لوړپوړي سلاکار احمد ضیا مسعود هم، «د معارف پرمختیا د افغانستان پرمختیا ده» تر عنوان لاندې په غونډه کې د حکومت په وړاندې یو ستر ازمون د افغانستان د ملي تعلیمي نصاب اړتیا بللې وه.

خو د پوهنې وزرات د نشراتو رئیس محمد کبیر حقمل وايي چې د افغانستان اوسنی تعلیمي نصاب یو واحد ملي او پر ستندرد برابر نصاب دی.

ښاغلي حقمل ازادي راډیو ته وویل دې ته په پام سره چې په ټولو هېوادونو کې پر تعلیمي نصابونو تل غور کېږي د افغانستان د معارف د کیفیت د ښه کېدو غوښتنې ته په پام سره په دې برخه کې کارونه شوي او دا لړۍ روانه ده.

کبیر حقمل.
کبیر حقمل.

نوموړي زیاته کړه:

"یوه برخه په کتابونو کې املایي او انشایي تېروتنې وې چې هغه لیرې شوي، تېر کال د پوهنې د وزارت له چوکاټه بهر له سلو زیاتو پښتو او دري ژبو لیکوالانو په مرسته دغه ستونزه هواره شوه، په دوهمه مرحله کې د ځینو مضامینو، عناوینو، پاڼو او ځینو نورو موضوعاتو کمول یا زیاتول په پام کې نیول شوي چې کار پرې روان دی."

د ښاغلي حقمل په وینا په دې برخه کې د یونېسکو له ټولنې هم د مرستې غوښتنه شوې او په داخل کې هم افغان کارپوهان پر دې بهیر کار کوي.

د افغانستان د تعلیمي نصاب او د پوهنې د نظام په اړه بحثونه په داسې حال کې دوام لري چې په تېره یوه لسیزه کې د نوي تدوین شوي تعلیمي نصاب پر اساس د نویو درسي کتابونو په چاپ په لسګونه میلیونه ډالره لګېدلي دي.

XS
SM
MD
LG