د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

دانش: دا وخت ۹،۲ میلیونه افغان ماشومان ښوونځيو ته ځي


د افغانستان په سړو سیمو کې د حکومتي مشرانو له‎خوا د زنګ په کړنګولو سره نوی تعلیمي کال پیل شو.

په پلازمېنه کابل کې دا ورځ هر کال په ځانګړو مراسمو پیلېږي او سږ کال هم حکومتي چارواکو د مکتب زنګ په کړنګولو سره ۱۳۹۶ لمریز تعلیمي کال پرانیست.

د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش د پنجشنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، دا وخت ۹،۲ میلیونه ماشومان ښوونځيو ته ځي خو حکومت د دې کچې د لوړېدو او هېواد کې د بې‌سوادۍ د کچې د راټیټیدو تکل لري.

ښاغلي دانش ناپوهي او بې‌سوادي د افغانستان د خلکو پټ دښمن وباله او له خلکو یې وغوښتل چې ښوونځيو ته د ماشومانو په لېږلو سره افغانستان له دې حالته وباسي.

د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش
د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش

نوموړی وايي:

"زموږ تر ټولو غټ لومړیتوب او مسؤلیت دا دی چې د بې‌سوادۍ او جهل په څېر د پټ خو تباه کوونکي دښمن سره جدي او نه‌درېدونکې مبارزه ولرو، دا هغه امر دی چې له نېکه‌مرغه افغانان‌یې له بل هر وخته ډېر دا وخت په اهمیت پوه شوي دي او د له‎منځه وړلو لپاره‌یې هڅه کوي."

ښاغلي دانش وویل، تېرو کلونو کې د پوهنې برخه کې ګڼو ستونزو د هېواد پوهنیز سیسټم له ستونزو سره مخ کړی و خو د ده په خبره د ملي وحدت حکومت به‌یې په روان کال کې د اصلاح لپاره جدي اقدامات وکړي.

نوموړي وویل، لیرې پرتو سیمو کې د بندو ښوونځيو د خلاصولو لپاره به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تصفیوي عملیات وکړي خو ټينګار یې وکړ چې دې برخه کې د خلکو ونډه ډېره مهمه ده.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دا وخت د هېواد بېلابېلو سیمو کې څه باندې زر ښوونځي تړلي او شااوخوا درې میلیونه ماشومان له زده‎کړو محروم دي.

خو افغان چارواکي وايي، تر ۲۰۳۰ میلادي کاله پورې به د ملګرو ملتونو د پایداره پراختیا پروګرام په عملي کولو سره چې د جنسیتي برابري له اصل سره ټولو وګړو ته یو شان زده‎کړې برابروي د پوهنې برخه کې ډېرې ستونزې هوارې شي.

د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وايي چې سږ کال به یو میلیون او نوي زده‌کوونکي په ښوونځيو کې جذب او بې‌سرپناه ښوونځيو ته به ودانۍ جوړې کړي.

نوموړي وویل، د ټولو هڅو سره-سره د پوهنې نظام لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

ښاغلي بلخي زیاته کړه:

"د لاسته راوړنو او پرمختګ تر څنګ د پوهنې نظام لاتر اوسه له ستونزو او کمبود یو سره مخ دی چې مهمې ستونزې یې زده‎کړو ته د ماشومانو نه‌لاسرسی، ۴۸ سلنه تعلیمي مرکزونو ته د ودانیو او ښځینه زده‎کوونکو ته د ښوونکو نه‌شتون او دغه‌شان د ناامنیو له کبله د ښوونځیو تړل او داسې نورې ستونزې."

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي
د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي

ښاغلي بلخي وویل چې ښه مدیریت، د راستنېدونکو کډوالو د ماشومانو لپاره د زده‎کړو برابرول، د لس زره ښوونکو جذب او د ۴۱۴ نویو ښونځيو جوړول سږ کال د دوی په پلان کې شامل دي چې عملي به‌یې کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG