د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسؤلین وايي، اوس د افغانستان څه باندې درې میلیونه ماشومان له خطر سره مخ دي او دغه وزارت تصمیم نیولی چې د دغو ماشومانو د ژوند د ښهوالي لپاره یو عملي پلان جوړ کړي.
دغه وزارت وايي، د ماشومانو شاقه کارونه، له دوی نه په غیر قانوني کارونو کې کار اخیستل، سؤال کولو ته مجبورېدل، له حقوقي ستونزو سره مخ کېدل، په جرمونو کې ښکېلېدل او داسې نور هغه غیر قانوني کارونه دي چې په هېواد کې يې د څه باندې درې ملیونه ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
د دغه وزارت د ماشومانو د خوندیتوب د شبکې د سکرتریت رئیس نجیب اخلاقي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۷» د یادې شبکې د ولایتي مسؤلینو په ناسته کې وویل چې دغه وزارت تصمیم نیولی چې له خطر سره د مخامخ ماشومانو د خوندیتوب لپاره، د ولایتي مسؤلینو د ستونزو او وړاندیزونو په پام کې نیولو سره، یو کره او عملي پروګرام جوړ کړي.
اخلاقي: له دې وروسته به په ټولو ولایتونو کې د مصیبت ځپلو ماشومانو لټه کوو.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ هدف له دغې ملي تخنیکي ناستې څخه دا دی چې له دې وروسته به په ټولو ولایتونو کې د مصیبتځپلو ماشومانو لټه کوو، شمېرې چې ترتیبوو هغه به په علمي او تخنیکي معیارونو برابرې وي، په کابل کې به له هغو مرستندویانو سره چې په دغو پروګرامونو کار کوي، شریک کېږي او په ګډه به ورته پروګرامونه جوړوو."
ښاغلي اخلاقي دا هم وویل چې د ماشومانو د خوندیتوب شبکې تر اوسه د زدهکړو، روغتیا، کارموندنې، حقوقي موضوعګانو، له غیر قانوني کارونو څخه د ماشومانو د راګرځولو، له شاقه کارونو څخه د دوی د خلاصون او داسې نورو برخو کې له زرګونه ماشومانو سره د دولت د اړوندو ارګانونو له لارې مرستې شوي، خو کافي نهدي.
ده وویل، له دغو مرستو سره سره، اوس په هېواد کې ۳.۱ میلیونه ماشومان له خطر سره مخ دي چې له دې جملې ۱.۹ میلیونه ورځني او ۱،۳ میلیونه شاقه کارونه کوي.
د ماشومانو د خوندیتوب د شبکې د ولایتي مسؤلینو په دغې ناسته کې د غزني د ولایت استازي عجب خان حمیدي ازادي راډیو ته وویل، د هېواد د ټولو مصیبتځپلو ماشومانو د کړاوونو لامل، د کورنیو اقتصادي ستونزې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"اصلاً فقر زموږ په هېواد کې ډېره مهمه خبره ده. د لویانو لپاره کار نهشته، نو د یوې کورنۍ ټول غړي وايي باید په ګډه کار وکړو. په دې حالت کې ماشومان له خطر سره مخ کېږي ځکه چې دوی کار نهشي کولای او مجبورېږي چې له کورنۍ سره د مرستې په خاطر او یا د کورنۍ د هڅو په نتیجه کې، کار کوي. په دې صورت کې ښايي له زدهکړو او کسب او کار څخه بېبرخې شي."
افغان ماشومان
سره له دې چې له ۲۰۰۱ کال وروسته په هېواد کې د ماشومانو د خوندیتوب او د دوی د ژوند د ښهوالي لپاره په لسګونه کورنۍ او بهرنۍ مرستندویه مؤسسې کار کوي، خو بیا هم لیدل کېږی چې د مصیبتځپلو ماشومانو په ژوند کې د پام وړ بدلون نهدی راغلی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د شته ستونزې د حل لپارهیې د دولت له ټولو ارګانونو سره خپل پلانونه شریک کړي چې هر ارګان په خپله برخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره هڅې تېزې کړي.
راپور خان محمد سیند