د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند وايي، له بلخ ولایت نه به د عطا محمد نور د ګوښه کېدو تصمیم هغه مهال ومني چې جمهوري ریاست په خپلې پرېکړې بیا غور وکړي او د دوی شرایط ومني.
د دغه ګوند مرستیال ویاند ذبیحالله فطرت د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۳۰» ازادي راډیو ته وویل، د بلخ د ولایت د مشرۍ لپاره راتلونکی انتخاب او دغهشان دوی ته د څو وزارتونو، سفارتخانو او ولایتونو د مسؤلیت سپارل، د جمعیت اسلامي له شرایطو دي.
دی وايي:
"هغه مهال بیا جمعیت اسلامي یو سلسله شرایط لري، یو ځل چې حکومت ځواب ورکړي، بیا موږ خپل شرایط اعلانوو. هغه ژمنې چې حکومت له جمعیت اسلامي ګوند سره د مذاکراتو پر مهال کړې وې، د هغه پوره کېدل زموږ شرط دی. بلې هو د هماغه څو وزارتونو، سفارتونو او ولایتونه ژمنه یادوو."
جمهوري ریاست تر اوسه د جمعیت اسلامي د وروستي دریځ په اړه څه نهدي ویلي، خو تېره ورځ د بلخ لپاره نوي ګمارل شوي والي انجنیر داوود ازادي راډیو ته ویلي چې د جمعیت اسلامي ګوند غړی دی او د نوموړي له ګمارنې سره اجرائیه رئیس او دغهشان د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاحالدین رباني کوم مخالفت نهلري.
څلور ورځې مخکې یعنې د تېرې دوشنبې په ورځ جمهوري ریاست اعلان وکړ چې ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منلې او انجنیر داوود یې نوی والي ګمارلی دی.
له ځنډ پرته جمعیت اسلامي د جمهوري ریاست دغه پرېکړه یو اړخیزه او د نهمنلو وړ وبلله.
ښاغلي نور هم ویلي چې ده څو میاشتې مخکې له ارګ سره د مذاکرې پر مهال خپله استعفا ولسمشر ته سپارلې وه، خو اوسیې استعفا منتفي او نوموړي ته د منلو نهده.
جمعیت اسلامي په دې وروستیو کې ویلي چې د بلخ نوی والي د جمعیت د رهبرۍ او عطا محمد نور له لوري بلخ ولایت ته نهدی پیشنهاد شوی، بلکې کورنیو چارو وزارت ته د بلخ په امنیه قوماندانۍ کې د امنیت د امر په توګه وړاندیز شوی و.
ذبیحالله فطرت وايي، ممکن ښاغلی داوود په تېر کې د جمعیت قوماندان پاتې شوی وي، خو د ده په خبره نوموړی د کډوالۍ پر مهال و، دغهشان پهدې وروستیو کې د جمعيت په فعالیتونو او سیاسي پرېکړو کې یې رول نهدرلود.
ښاغلی فطرت دا هم وايي چې جمعیت اسلامي به هېڅکله هم ښاغلي داوود ته اجازه ورنهکړي چې د بلخ د والي په توګه خپل کار پيل کړي، د نوموړي په وینا عطا محمد نور اوس هم د بلخ والي دی.
جمعیت ګوند: داوود ته به اجازه ورنهکړو چې د بلخ د والي په توګه کار پیل کړي
په ورته وخت کې د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وايي، د ولسمشر لهخوا د بلخ ولایت په اړه په پرېکړه کې د جمعیت اسلامي ګوند ونډه په پام کې نیول شوې ده.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل، حکومت ګوندي یا پارلماني نهدی، نو دې ته په بام سره د جمعیت اسلامي ګوند دریځ غیر قانوني دی.
دی وايي:
"دا چې ولسمشر د عطا محمد نور استعفا منظور کړې او اخلاقاً یې د جمعیت یو بل غړی معرفي کړی، باید دوی «جمعیت» دا قبول کړي او مخالفت ورسره ونهکړي. ځکه چې جمعیت یوازې د عطا محمد نور نهدی، بلکې په جمعیت کې نور کسان هم شته. دوی باید دغې موضوع ته زیاته لمن ونهوهي. که لمن وهي، دغه کړنه د اساسي قانون او ولسواکۍ خلاف ده. زموږ نظام پارلماني او ګوندي نهدی چې هر ګوند ووايي، زموږ حق دې راکړل شي."
خو جمعیت اسلامي ګوند له دې مخکې ویلي و چې د ملي وحدت حکومت د هوکړې له مخې هېڅڅوک د عطا محمد نور د لیرې کولو صلاحیت نهلري.
بلخوا د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د ملي وحدت حکومت د رامنځته کېدو په سیاسي هوکړهلیک کې داسې څه نهدي راغلي.
راپور: رحمتالله افغان