ټرمپ: "FBI" په تاریخ کې داسې بد شهرت نه‌درلود لکه اوس‌یې چې موندلی

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د هغه هېواد د استخباراتو فدرالي ادارې "اېف. بي. ای" په تاریخ کې داسې بد شهرت نه‌درلود لکه اوس‌یې چې موندلی دی.

ټرمپ دا پيغام پر ټویټر خپور کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د "اېف. بي. ای" په اړه داسې سختې خبرې تر هغه وروسته چې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې د ادعاوو په اړه د ځانګړي څېړنیز پلاوي د یوه غړي د برطرفۍ په اړه راپورونه خپاره شوو، پر ټویټر ولیکلې.

د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې د امکان په اړه د څېړنو مشري ځانګړی مشاور رابرټ مولر کوي.

راپورونه وايي چې مولر سږ دوبی د "اېف. بي. ای" یو مأمور له دې امله له څېړنو ایستلی و چې داسې ټیلیفوني پیغامونه‌یې استولي وو چې د ډونالد ټرمپ ضد ګڼل کېدلای شوی.

ټرمپ پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۲» پر ټویټر ولیکل:

"«اېف. بي. ای» تر هر بل وخت، اوس بد شهرت موندلی دی."

ولسمشر ټرمپ ادعا لري چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د هغه برید د روسیې د مداخلې په اړه له خپرو شویو راپورونو سره تړاو نه‌لري.

هغه پرون یو وار بیا پر ټویټر رد کړه چې د "اېف. بي. ای" له پخواني مشر جېمز کومي يې غوښتنه کړې وه چې د هغه د ملي امنیت د پخواني سلاکار مایکل فلېن د کارونو په اړه له څېړنو لاس واخلي.

مایکل فلېن د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار و چې په واشنګټن کې د روسیې له پخواني سفیر سره د خپلو اړیکو د پټولو په تور له دندې لیرې شو.

ټرمپ پرون پر ټویټر ولیکل:

"ما هېڅکله له جېمز کومي غوښتنه نه‌وه کړې چې د مایکل فلېن په اړه څېړنې بندې کړي. دا د جېمز کومي درواغ دي."

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار، مایکل فلېن د جمعې په ورځ اعتراف وکړ چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د نومبر او د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ ترمنځ وخت کې يې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ کار پیلولو ته تیارېدو، په واشنګټن کې د روسيې له پخواني سفیر سره د خپلې کتنې په اړه د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې ته درواغ ویلي دي.

مایکل فلېن یوازې ۲۴ ورځې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار و.

فلېن "اېف. بي. ای"​ ته د درواغ ویلو له امله په پنځه کاله بند محکومېدلای شي.