ډونالد ټرمپ خپل مشر سټراټیژیسټ او د خپل انتخاباتي کمپاین رئیس سټېف بنن «Steve Bannon» د امنیت شورا له باصلاحیته دایمي غړیتوبه لیرې کړ.
ټرمپ د کار په لومړیو کې سټېف بنن د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه معرفي کړ چې د ډېرو خلکو تر انتقاد لاندې ونیول شو.
روېټرز خبري اژانس ته یوې سرچینې د نوم نهښودلو په شرط ویلي چې سټېف بنن به د مشر سټراتیژیست په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي.
د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس «Mike Pence» له فاکس نیوز سره په ځانګړې مرکه کې پرون د سټېف بنن لیرې کېدل یو طبیعي امر وباله او ویېویل چې هغه به په پالېسۍ کې خپل مهم رول جاري ساتي.
مایک پنس له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل:
"دا یو طبیعي امر دی. د دې لپاره چې دا یقیني شي چې ملي امنیت شورا په یوې داسې لارې تنظیم شوې چې ولسمشر ته د سختو مسایلو او پرېکړو په نیولو او هوارولو کې په ښه توګه خدمت وکړي."
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر، مشر سټراټیژیست سټېف بنن هم په یوه بیان کې ځان په دې کار کې بریالی بللی چې د ده په خبره د امنیت شورا یې یوازې د بهرنۍ پالېسي له مخته وړونکې نه د دې شورا اصلي دندې ته د بهرنۍ پالېسي د همغږي کوونکې په توګه ورسوله.
سټېف بنن په خپل بیان کې د اوباما د ملي امنیت سلاکارې سوزان رائس ته اشاره کړې چې د ده په خبره د امنیت شورا یې عملیاتي کړې وه او دی د دې لپاره دې شورا ته راوستل شوی و چې دا شورا غیر عملیاتي کړي.
د سټېف بنن لیرې کېدل د ملي امنیت اوسني سلاکار هېربرټ رېمونډ مکمسټر «Herbert Raymond "H. R." McMaster» ته یوه بریا حسابېږي ځکه چې د رپوټونو په اساس د دوی دواړو تر منځ روابط ښه نهو.
ګڼو نورو خلکو هم د بنن د لیرې کولو له پرېکړې هرکلی کړی دی.
د امریکا متحده ایالاتو په استازو جرګه کې د استخباراتو کمېټې او د ډموکرات ګوند لوړپوړي غړي ادم شیف «Adam Schiff» په امنیت شورا کې وروستي بدلونونه مثبت بللي دي.
شیف ویلي دا کار به له مکمسټر سره مرسته وکړي چې په دې شورا چې د ده په خبره د بنن د دخالت په سبب سیاسي شوې وه کنټرول پیدا کړي.
د سپینې ماڼۍ یوه مقام اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې په فبروري میاشت کې د ملي امنیت د پخواني سلاکار مایکل فلېن تر استعفی وروسته نور د امنیت شورا په چوکاټ کې د بنن موجودیت ته اړتیا نهوه.
د امریکا متحده ایالاتو په ملي امنیت شورا کې د بنن د غړیتوب له حذف سره دوو نورو مقاماتو ته اجازه ورکړل شوې چې په غونډو کې برخه ولري.
د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې رئیس جنرال جوزېف ډانفورډ او د ملي استخباراتو د ادارې مشر ډن کاټس ته اجازه ورکول کېږي چې له دې وروسته د امریکا د ملي امنیت شورا په غونډو کې ګډون وکړي.
تمه ده د دغو بدلونونو رسمي اعلان نن د امریکا متحده ایالاتو د فدرالي ثبت ادارې لهخوا هم وشي.
گزارش: صفيالله ستانکزی