د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۶

ټرمپ یو ځل بیا وویل چې له روسیې سره هېڅ ډول همکاري او جوړجاړی نه‌دی شوی


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو وار بیا ټینګار وکړ چې د هغه د انتخاباتي کمپاین د کارکوونکو او روسيې د حکومت د استازو ترمنځ معامله یا همکاري نه ده شوې.

د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مایکل فلېن د جمعې په ورځ«۱۳۹۶کال لېندۍ لسمه» اعتراف وکړ چې د ۲۰۱۶میلادي کال د نومبر او د ۲۰۱۷مېلادي کال د جنورۍ ترمنځ وخت کې يې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ کار پیلولو ته تیارېدی، په واشنګټن کې د روسيې له پخواني سفیر سره کتلي، خو په دې اړه يې د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې "ایف - بي - ای" ته دروغ ویلي دي.

مایکل فلېن
مایکل فلېن

د امریکا یو شمېر خبري رسنیو ویلي، مایکل فلېن ښايي شاهدت ورکړي چې ډونالد ټرمپ د انتخاباتي مبارزو پرمهال دستور ورکړی و چې له روسي چارواکو سره وګوري.

رابرټ مولر د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسيې د حکومت د لاسوهنې په اړه د ځانګړی سلا کار دی.

ډونالد ټرمپ پرون شنبه«۱۳۹۶کال لېندۍ۱۱» په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ایا اندېښنه لري چې مایکل فلېن به رابرټ مولر ته معلومات ورکړي، په ځواب کې وویل:

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

"نه ! زه اندېښنه نه لرم او هغه څه چې ښکاره شوي هېڅ ډول همکاري او جوړجاړی نه دی، په هېڅ ډول، هيڅ جوړجاړی یا همکاري نه ده شوی، نو موږ ډېر خوشحاله یوو."

خو کله چې خبریالانو پوښتنه وکړه چې د مایکل فلېن ترڅنګ به ودرېږي که نه، ولسمشر ټرمپ په ځواب کې وویل: "وبه ګورو چې څه کېږي!"

مایکل فلېن یوازې ۲۴ورځې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار پر څوکۍ کار وکړ.

ډونالد ټرمپ پرون پر ټوېتر ولیکل:

"ما جنرال فلېن له دندې لرې کړ ځکه هغه د ولسمشر مرستیال او «اف،بي، ای» ته دروغ ویلي و."

ټرمپ پر ټوېټر ولیکل چې "فلېن په خپلو دروغو اعتراف کړی دی، دا د شرم ځای دی ځکه د انتقال په دوره کې د هغه کارونه ټول له قانون سره سم وو، په دې کې د پټولو هېڅ مسئله نه وه."

مایکل فلېن«اف، بي، ای» ته د دروغ ویلو له امله په پنځه کال بند محکومېدلائ شي خو ویل کېږي چې پرهغه هر حکم له څېړونکو سره د هغه په همکارۍ پورې هم تړاو لري.

XS
SM
MD
LG