په خپرو شوېو اسنادو کې څرګندېږي چې روسي شرکتونو د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل فلېن ته د امریکا د ۲۰۱۶میلادي کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې ۶۷ زره امریکايي ډالر ورکړي دي.
ایلایجا کومینګیز چې د امریکا سنا کې د مریلنډ ډموکراټ استازی دی، د ډونالډ ټرمپ له ادارې یې غوښتي چې د بهرنیو حکومتونو او سرچینو سره دې د ښاغلي فلېن د مهمو اړیکو سوابق چمتو کړي.
هغه اسناد چې د امریکا د کانګرس د دې غړي لهخوا خپاره شوي ښيي، مایکل فلېن څو میاشتې مخکې له دې چې د ټرمپ له انتخاباتي کمپاین سره یوځای شي، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې مسکو کې په یوه غونډه کې د برخې اخیستو په بدل کې یې د روسيې له ار ټي ټلویزون څخه درې دیرش زره اووه سوه او پنځوس امریکايي ډالر اخیستي.
دا تلویزون د روسیې د حکومت لهخوا تمویلېږي.
ایلایجا کومینګیز وايي، د روسيې له ار ټي ټلویزون سره د مایکل فلېن مالي اړیکې، د بهرنیو حکومتونو څخه د هدیې د ترلاسه کولو برخه کې د اساسي قانون له موادو څخه سرغړاوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره میاشت مایکل فلېن وروسته له هغې د ملي امنیت د سلاکار په توګه له دندې لېرې کړ چې د روسیې له سفیر سره یې یو لړ تماسونه رسوا شول چې په کې پر روسیې د امریکا د بندیزونو پر موضوع هم خبرې شوې وې.
د امریکا د وسلهوال پوځ دې پخواني جنرال وویل، د خپلو دې تماسونو په اړه یې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس ته نیمګړي معلومات ورکړي وو.
له روسیې سره د مایکل فلېن اړیکې د امریکا د څېړنو فدرالي ادارې وڅېړلې او همدارنګه د امریکا د څیړنو کمېټه هم د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین او روسیې ترمنځ اړیکې څېړې.
نوې خپاره شوي اسناد ښيي چې د روسيې ار ټي تلویزون، مسکو ته د سفر پرمهال د مایکل فلېن او دده د زوی د استوګنې لپاره د یو لوکس هوټل لګښت هم پرې کړی دی.
په خپاره شوي سند کې ښودل شوې چې مایکل فلېن د ار ټي ټلویزون په جشن کې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین تر څنګ ناست دی.