ملګرو ملتونو ته د روسیې سفير وايي، په سوریه کې د کيمياوي حملې په اړه د ملګرو ملتونو تحقيقات نور بېمعنی دي، خو روسیه له لوېديځو هېوادونو سره د نوي مېکانيزم په اړه خبرو ته چمتو ده.
ملګرو ملتونو ته د روسیې سفير واسیلي نبنزیا د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۱» وويل چې روسيه له نړیوالو سره په سوريه کې د کيمياوي حملو په اړه د تحقيقاتو د نوي مېکانیزم جوړولو پر سر خبرو ته چمتو ده.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د تحقيقاتو د بیا پيلولو په اړه وروسته له هغه غونډه جوړه کړه چې روسيې تېره مياشت د دغو تحقيقاتو د غځولو پرېکړه څو ځلې ويټو کړه.
نبنزیا ادعا وکړه چې د ملګرو ملتونو ګډ تحقيقاتي مېکانیزم خپل ځان په بشپړه توګه بېاعتباره کړی دی.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا ډېری غړو د ګډ تحقيقاتي مېکانیزم ملاتړ کاوه.
د دې مېکانيزم د تحقيقاتو نتيجې په سوریه کې له دوو کيمياوي حملو پرته د سوريې حکومت د نورو کيمیاوي حملو مسؤل بللی دی.
امريکا او لوېديځ متحدانيې وايي، روسیې دغه تحقيقاتي کمېټه لهمنځه يوړه، ځکه له نتايجو سره موافقه نهوه.
د سوريې په جګړه کې شااوخوا درې لکه او ۳۰ زره کسان وژل شوي او میليونونه نور له خپلو کورونو بېځايه شوي دي.
ملګرو ملتونو کې د بریتانيې سفير متیو ریکروفټ چې د دغو تحقيقاتو ملاتړ يې کاوه، د سې شنبې په ورځ وويل چې که د تحقيقاتو ګډ مېکانیزم لهمنځه لاړ هم شي له تحقيقاتو به لاس نهاخلي.
ده وويل چې د تحقيقاتو ملاتړي به د نورو نړيوالو عدالتي مېکانيزمونو مرسته واخلي.
روسيې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې موافقه کړې وه چې د ملګرو ملتونو تحقيقاتي مېکانیزم دې جوړ شي څو په سوریه کې د کيمیاوي وسلو کاروونکي معلوم کړي، خو کله چې تحقيقاتي ټيم دوامداره دمشق ته ګوته ونیوله، روسیې له دغه مېکانیزم څخه ملاتړ قطع کړ.
د مسکو لوی شکايت دا دی چې ګډ تحقيقاتي مېکانیزم په خپله شواهد نهټولوي، بلکې د نورو لورو لهخوا راټول شوي شواهد کاروي چې دا د دوی په وينا تغيیرېدلی شي.
د ګډ تحقيقاتي مېکانيزم د پلټنو وروستي نتايج ښيي چې د سوريې د ولسمشر بشار الاسد هوايي ځواک په خان شيخون کې د سرین ګاز د حملې مسؤل دی.
په دغې حمله کې چې د اپرېل مياشتې په څلورمه شوې وه، شااوخوا ۱۰۰ ملکيان ووژل شول.
کله چې په دې حمله کې د مړه کېدونکو کوچنيانو ويډيوګانې خپرې شوې، د نړيوالو انتقادونه راوپارېدل او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اړ شو څو ورځې وروسته د سوريې پر هوايي اډه د ميزائیلو حمله وکړي.
د ده په وینا له همدې هوايي اډې څخه د سرين ګازو حمله تنظيم شوې وه.