د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جلب و جذب د عمومي قوماندانۍ چارواکي وايي چې د پولیسو لیکو ته د ۱۰ زرو ښځو د جذب پلان لري چې تر اوسه ۳۶۰۰ ښځې عملاً د ښوونیزې دورې له بشپړولو وروسته د پولیسو په توګه ګمارل شوې دي.
دوی زیاتوي، لهدې کارهيې هدف د ښځینه پولیسو په واسطه د ښځينه مظنونینو څخه پوښتنې ګروېږنې، توقیف او تحقیق او د نورو تلاشیو کول دي.
چارواکو یادې څرګندونې د چهارشنبې په ورځ "۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۱" په خوست کې د پولیسو لیکو ته د ښځو د جذب لپاره د عامه پوهاوي په غونډه کې چې ګڼو ښځو او نجونو هم پهکې برخه اخیستې وه، وکړې.
د کورنیو چارو وزارت د راغلي پلاوي مشر سمونوال غلام محمد راسخ د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې دوی د ښځینه پولیسو لپاره د مادي امتیازاتو په ګډون د ژوندانه نورې ضروري اسانتیاوې هم په پام کې نیولې دي.
ده وویل، ښځینه پولیسو ته به د هر کال په پای کې ۵۰ زره افغانۍ امتیازي معاش ورکول کېږي او هغه ښځې چې د پولیسو په لیکو کې خپلې دندې تمدیدوي، بیا هم ورته ۳۰ زره افغانۍ مکافات په پام کې نیول شوي دي.
ده وویل چې په ناامنو ولایتونو کې ښځو ته د کورونو د کرایه کولو بودجه هم لري.
د خوست د امنیه قوماندنۍ د جلب و جذب قوماندان سمونیار عبدالعزیز لطیفزوی وايي چې دوی دا مهال د پولیسو په لیکو کې ۱۶ ښځينه پولیسانې لري، خو د ښځینه پولیسو تشکیليې ۷۵ تنه دی.
ده وویل، پلاوي سره ۱۵ نورو نجونو او ښځو هم د پولیسو په لیکو کې د جذب لپاره نوم لیکنه کړې ده.
د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیضالله غیرت وايي چې په یاد ولایت کې یو شمېر نجونې او ښځې حاضرې شوي چې د پولیسو په لیکو کې جذب شي.
د ده په وینا تعلیم لرونکې ښځې او نجونې به د کابل د پولیسو د اکاډمۍ په ګډون حتی، که کورنۍ اجازه ولري، د ترکیې سیاس پوځي مرکز ته د روزنې لپاره ولېږل شي.
د کاملې په نوم یوه ښځه چې له ۱۲ کلونو راهیسې د پولیسو په لیکو کې دنده اجراء کوي وايي چې د دوی لپاره هېڅ ډول ستونزه نهشته، کونډه ده او د خپلو ماشومانو د پالنې مسؤلیت لري او لهدې لارې غواړي خپل هېواد ته خدمت وکړي.
د رحم بي بي په نوم یوه بله مېرمن له نورو نجونو او ښځو هم غواړي چې د پولیسو لیکو ته ورشي او لهدې لارې خپلو خلکو ته خدمت وکړي او د معاشونو په واسطه د خپلو کورنیو اقتصادي حالت هم ښه کړي.
د کورنیو چارو وزارت لهخوا د ښځینه پولیسو د جلب و جذب په اړه په خپرو شویو پاڼو کې راغلي چې افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د ښځو پر وړاندې پهکې تاوتریخوالی په لوړه کچه موجود دی، همدارنګه داسې منفي ټولنیز ذهنیت هم شته چې د تاوتریخوالي څخه متأثره ښځې نهشي کولای له کوره بهر د نورو خلکو څخه مرسته وغواړي، نو د ښځینه پولیسو په زیاتېدلو سره دا ستونزه تر یوه بریده راکمېږي.
راپور: نجیبالله الوخېل