د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

د بلخ اوسېدونکي: ولسوالیو کې دې د ښځینه پولیسو شمېر زیات شي


د بلخ ولایت اوسېدونکي او امنیتي چارواکي په ځینو ولسوالیو کې د ښځینه پولیسو له کموالي شکایت کوي.

د بلخ ولایت اوسېدونکي وايي چې په ځینو ولسوالیو کې د ښځینه پولیسو د کموالي له امله د ښځو د بشري حقونو ستونزو ته په سمه رسیده ګي نه کېږي او همدارنګه د دوی نشتون سبب شوی چې امنیتي ننګونې د ښځو په وړاندې ولسوالیو کې زیاتې شي.

د بلخ ولایت اوسېدونکي په ځینو ولسوالیو کې د ښځینه پولیسو له نشتون او کموالي شکایت لري.

د بلخ ولایت د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې په سیمو کې یې د ښځینه پولیسو نشتون د دوی له اساسي ستونزو څخه شمېرل کېږي.

د دولت آباد، چهاربولک، کلدارې، شورتپه، شولګرې او چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي له دې سره چې په نا امنیو کې د محلي زور واکو او طالب وسله والو لاس لرل شامل بولي، خو بیا هم وايي چې سیمو کې یې د ملي پولیسو کموالی او خاصتآ د ښځینه پولیسو نشتون سبب شوی چې د دوی پر وړاندې امنیتي ستونزې زیاتې شي.

یاسر او جاوید د بلخ ولایت دوه تنه اوسېدونکي یې په اړه وايي:

"۱- زه یاسر نومیږم، په چهاربولک ولسوالۍ کې په نا امنۍ کې طالبان لاس لري، اما زموږ اصلي ستونزه دا ده چې د پولیسو له کموالي سره مخ یو او ښځینه پولیس په خپله سیمه کې هېڅ نلرو، ترڅو زموږ د ښځینه وو ستونزو ته رسیده ګي وکړي."

"۲- زما نوم جاوید دی له دولت آباد ولسوالۍ څخه یم، زموږ په ولسوالۍ کې اصلآ ښځینه پولیس نشته، که وجود هم ولري موږ یې عملي فعالیت په سترګو نه دی لیدلی او تاسو پوهیږی چې د ښځو حقوق بشري ستونزې په کلو باڼدو کې نسبت ښار ته ډېرې دي او د ښځینه پولیسو نشتون دا ستونزې نورې هم زیاتوي."

د بلخ ولایت دا اوسېدونکي وايي چې په ولسوالیو کې د ښځینه پولیسو نشتون د ښځو په وړاندې د بشری حقونو ستونزې لا نورې هم زیاتوي.

په همدې حال کې د بلخ امنیې قومندانۍ چارواکي هم د ښځینه پولیسو نشتون تاییدوي او وايي چې د نورو ځواکونو په جذب سره غواړو دا تشه ډکه کړي.

د بلخ امنیت آمر عبدالرزاق قادري په دې باور دی چې په بلخ ولایت کې د ښځینه پولیسو تشکیل نسبت نورو لومړی درجه ولایتونو ته کم دی او یاد مسله سبب شوې ترڅو ستونزې زیاتې شي.

قادري د ښځینه پولیسو د کموالي په اړه وویل:

د بلخ امنیت آمر عبدالرزاق قادري
د بلخ امنیت آمر عبدالرزاق قادري

"هو په ولسوالیو کې د ښځینه پولیسو له کموالي سره مخ یو، او موږ هڅه کوو ترڅو د ضرورت پر اساس په ولسوالیو کې پولیس استخدام کړو."

باید یاده کړو چې پوهانو په اند، دا چې ټولنه تر ډېره نارینوو ته وابسته ده او بل دا چې پکې ناوړه دودونه حاکمیت لري نو له همدې وجهې ښځو ته کورنۍ اجازه نه ورکوي چې د ملي امنیتي ځواکونو سره یو ځای شي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG