کاناډا پر ۳۰ روسي چارواکو مالي بندیزونه ولګول

کاناډا د جمعې په ورځ پر ۳۰ روسي چارواکو مالي بندیزونه ولګول.

په هغو ۳۰روسي چارواکو کې چې کاناډا پرې مالي بندیزونه اعلان کړل، د روسيې د تحقیقاتي کمېټې مشر الکسندرباستریکین، د کورنیو چارو د وزارت یو شمېر مقامات او د ماليې د ادارې ځینې مسولين شامل دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو د زوارت اعلامیه وايي، پر روسي چارواکو دا مالي بندیزونه په روسیه کې په ۲۰۰۹ مېلادي کال کې په زندان کې د مړه شوي وکیل سرګې میګنتسکي او د هغه لخوا د هغو جرمونو د افشا کېدو قضيې سره تړاو لري چې کرملېن ته منسوب شوي دي.

د کاناډا لخوا پر روسيې وګړو د بندیزونو دا لېست هغې ته ورته دی چې امریکا په ۲۰۱۲ کال کې د میګنیتسکي د قضيې په تړا خپور کړی و.

میګنیتسکي د امریکايي -کاناډايي پانګه وال ولیم براوډر لخوا استخدام شوی و او وروسته له هغې د مسکو په زندان کې ومړ چې روسيې نوموړی د ۲۳۰ میلیونه ډالرو د مالي فساد په قضیه کې چې په خپله ده رسوا کړې وه، تورن کړ.

کاناډا تر وړاندې هم پر روسیې بندیزونه لګولي دي.

روسيې له خپل لوري کاناډايي -امریکايي پانګه وال براوډر په مالي جرمونو تورن کړ او له امریکا يې وغوښتل محکمې ته د هغه په راکښلو کې مرسته وکړي خو واشنګټن د مسکو دا غوښتنه له پامه وغورځوله.

کاناډا تر دې مخکې د روسيې له خاورې سره د کریمیا د الحاق له امله پر مسکو بندیزونه لګولي دي.

روسي په وار وار کاناډا ته خبرداری ورکړی و چې که پر روسي چارواکو بندیزونه ولګوي نو مسکو به ورته ګام پورته کړي.