د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

اشټاین‌مایر: جرمني او روسیه د ترینګلو اړیکو د ښه‌والي لپاره کار ته اړ دي


د جرمني ولسمشر فرانک والټر اشټاین‌مایر او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د جرمني ولسمشر فرانک والټر اشټاین‌مایر او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د جرمني ولسمشر فرانک والټر اشټاین‌مایر په مسکو کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د لیدو پر مهال ویلي چې دواړه هېوادونه د ترینګلو اړیکو له کبله ناخوښ دي او دواړه لوري اړتیا لري چې د دې اړیکو د ښه‌والي لپاره کار وکړي.

وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې روسیې د اوکراین کریمیا سیمه الحاق کړه او مسکو د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو په ملاتړ تورن شو، له روسیې سره د لوېدیځو هېوادونو اړیکې خرابې شوې.

فرانک والټر اشټاین‌مایر د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې له ولسمشر پوتین سره په خبرو کې وویل چې له رامنځته شوي فرصت څخه باید د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو لپاره ګټه واخیستل شي.

د جرمني ولسمشر فرانک والټر اشټاین‌مایر
د جرمني ولسمشر فرانک والټر اشټاین‌مایر

دی وايي:

"زه ډاډه یم چې موږ د هغو ناخوالو سره د مبارزې اړتیا لرو چې په وروستیو کلونو کې زموږ د هېوادونو ترمنځ راپورته شوي دي او د دې کار لپاره موږ له یو بل سره د خبرو اترو هڅو ته اړتیا لرو. دواړه لوري باید د هغو شخړو د هواري هڅه وکړو چې موږ یې سره بېل کړي یو."

له ۲۰۱۰ میلادي کال راوروسته لومړی ځل دی چې د جرمني ولسمشر داسې مهال روسیې ته سفر کوي چې د مسکو او لوېدیځ ترمنځ اړیکې خرابې دي.

د چهارشنبې ورځې په لیدنه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اشټاین‌مایر په ځواب کې وویل:

"ښاغلی ولسمشره، تاسو زموږ د دوه اړخیزو اړیکو په پروسه کې ډېر عمیق ښکېل وئ. ډېر کلونه تاسو د حکومت جوړونې مشري کوله او وروسته د اوږدې مودې لپاره د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال وئ. تاسو په ټولو موضوعاتو پوهېږئ."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

کرملېن ویلي، پوتین او اشټاین‌مایر پلان کړه چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د پرمختګونو پر څرنګوالي او هم د نورو نړیوالو مسایلو په اړه بحث وکړي.

اشټاین‌مایر چې یو تشریفاتي مشر دی د تېرې ورځې په سر کې د پخواني شوروي اتحاد له مشر میخایل ګورباچف سره هم ولیدل.

د امریکا متحده ایالات، اروپایي ټولنې او نورو لوېدیځو هېوادونو له اوکراین څخه د کریمیا سیمې د الحاق او د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ له کبله پر روسیې بندیزونه ولګول.

د ۲۰۱۴ میلادي کال په سپټمبر او د ۲۰۱۵ میلادي کال په فبرورۍ کې د منسک تړون د یوې برخې په توګه ډېری د اوربند معاملې ونه‌توانېدلې دغه شخړې هوارې کړي.

اشټاین‌مایر له اوږدې مودې راهیسې له مسکو سره د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه کوله او د هغه د سوسیال ډموکرات ګوند پر مسکو د اروپایي ټولنې د بندیزونو د تدریجي کمولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG