نړۍ
په ترکیه کې د بشري حقونو د ۱۱ فعالانو محاکمه پیل شوه
![](https://gdb.rferl.org/C8E74F25-B630-4622-91AE-14D28BDB85E4_w250_r1_s.jpg)
په ترکیه کې د بشري حقونو د ۱۱ فعالانو محاکمه نن پیل شوه.
هغوی په ترورېستي فعالیتونو تورن شوي دي.
د تورنو کسانو محاکمه په استانبول کې پېل شوه او پر هر یوه د ۱۵ کلونو زندان حکم کېدلائ شي.
په تورنو کسانو کې، په ترکیه کې د عفوې د نړیوال سازمان مشر عادل اسیر او یو بل لوړ رتبه چارواکی، د جرمني وګړي او د سويډن اتباع شامل دي.
پر نیول شویو کسانو تور لګېدلی چې په ټولنه کې یې د ګډوډیو جوړولو هڅې کولې.
هغوی د وسلهوالو ترورېستانو په داسې سازمان کې چې په ترکیه کې بندیز ورباندې لګېدلی، په غړیتوب او ملاتړ تورن دي.
برلین ویلي چې دا محاکمه بېدلیله او غیر معقوله ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کرکټ؛ زمبابوې هندوستان ته ماتې ورکړه
![د زمبابوې لوبغاړي د لوبې پر مهال](https://gdb.rferl.org/05a80000-0aff-0242-b25e-08dab828b71a_cx0_cy3_cw0_w250_r1_s.jpg)
د زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې د درې شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې هندوستان ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه.
د شنبې په ورځ د جولای په ۶مه نېټه په هرارې کې هند د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.
زمبابوې په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۱۵ منډې وکړې.
هندوستان د یاد هدف په تعقیب په ۱۹.۵ اورونو کې ۱۰۲ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
د زمبابوې لوبډلمشر سکندر رضا، چې په دې لوبه کې یې ۱۷ منډې کړې وې او ۳ لوبغاړي یې سوځولي وو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې دوه نورې شل اوریزې سیالۍ د جولای په ۷مه او ۱۱مه نېټه ترسره کړي.
بېلابېلو هېوادونو د ایران په ولسمشرۍ ټاکنو کې د پزشکیان په بریا د مبارکۍ پیغامونه ورکړي
![مسعود پزشکیان د ایران ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې چې پرون ترسره شو، د اکثریت رایې په ګټلو سره بریالی اعلان شو.](https://gdb.rferl.org/a8d56c5e-f2f3-4ffa-8079-0b21edd9e406_w250_r1_s.jpg)
د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د ایران په ولسمشرۍ ټاکنو کې د مسعود پزشکیان په بریا د مبارکۍ پیغامونه ورکړي.
له دې ډلې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هیله ښودلې چې د پزشکیان په دوره کې د ایران او افغانستان تر منځ دوستانه روابط لا زیات ټینګ شي.
ډاکتر عبدالله عبدالله د پزشکیان په ټاکل کېدو مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې ایران د میلیونونو افغانانو کوربه دی او خپلې بشري مرستې کوي.
د سعودي عربستان مشرتابه، د ایران د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو کې اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان ته مبارکي ورکړه او هیله یې ښودلې چې دا بریا د دواړو هېوادونو د اړیکو ودې ته زمینه برابره کړي.
مسعود پزشکیان د ایران ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې چې پرون ترسره شو، د اکثریت رایې په ګټلو سره بریالی اعلان شو.
سعودي عربستان او د هغه سیمهییز رقیب ایران چې په یمن او سوریه کې د مخالفو جهتونو ملاتړ کوي، تېر کال د چین په منځګړیتوب خپلې اړیکې عادي کړې.
د سعودي عربستان دولتي اژانس ایسپياې (SPA) خبر ورکړی چې ملک سلمان پزشکیان ته د مبارکۍ پیغام لېږلی او هیله یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به ډیپلوماتیکې اړیکې دوام ومومي.
د حماس تر ولکې لاندې روغتیا وزارت: په غزه کې د وژل شویو شمېر ۳۸زره ۹۸ ته ورسېد
![د غزې په خان یونس کې د جګړو له کبله یوه ویجاړه شوې سیمه](https://gdb.rferl.org/9d856163-4899-42f1-b88c-7010eef4c316_w250_r1_s.jpg)
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن ویلي چې د فلسطینیانو په دغه قلمرو کې د نهه میاشتنۍ جګړې په نتیجه کې د وژل شویو شمېر ۳۸زره ۹۸ ته ورسېد.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
په وژل شویو کې هغه ۸۷ کسان هم شامل دي چې د وزارت په وینا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې وژل شوي دي.
له کله چې د اکټوبر پر اوومه د حماس او اسراییل ترمنځ په غزه کې جګړه پیل شوې د غزې د روغتیا وزارت په وینا ۸۷زره ۷۰۵ نور کسان ټپیان شوي دي.
په غزې تړانګه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی توندلارې ډلې حماس د اکټوبر میاشتې پر ۷مه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۵۰ نور کسان یرغمل کړل.
عربستان د ایران د ولسمشرۍ نوي بریالي شوي کاندید مسعود پزشکیان ته مبارکي ورکړې
![مسعود پزشکیان د ایران ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې چې پرون ترسره شو، د اکثریت رایې په ګټلو سره بریالی اعلان شو.](https://gdb.rferl.org/742b9498-303f-4742-938b-8ad924592ba6_w250_r1_s.jpg)
د سعودي عربستان مشرتابه د ایران د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو کې اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان ته مبارکي ورکړه او هیله یې ښودلې چې دا بریا د دواړو هېوادونو د اړیکو ودې ته زمینه برابره کړي.
مسعود پزشکیان د ایران ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې چې پرون ترسره شو، د اکثریت رایې په ګټلو سره بریالی اعلان شو.
سعودي عربستان او د هغه سیمهییز رقیب ایران چې په یمن او سوریه کې د مخالفو جهتونو ملاتړ کوي، تېر کال د چین په منځګړیتوب خپلې اړیکې عادي کړې.
د سعودي عربستان دولتي اژانس ایسپياې(SPA) خبر ورکړی چې ملک سلمان پزشکیان ته د مبارکۍ پیغام لېږلی او هیله یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به ډیپلوماتیکې اړیکې دوام ومومي.
اوکرایني ځواکونه: د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د یوې بلې حملې څپه مو شنډه کړې
![د اوکراین هوايي ځواکونو نن په ټلګرام کانال کې لیکلي چې نن سهار وختي د دوی دښمنانو د شاهد په نوم د ۲۷ بې پیلوټه الوتکو په ذریعه حملې کړې دي.](https://gdb.rferl.org/3c73cb3d-42a3-4384-9731-a61aac72ff41_cx0_cy3_cw0_w250_r1_s.jpg)
د اوکراین هوايي ځواکونه وايي، نن سهار یې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د یوې بلې حملې څپه شنډه کړې چې د اوکراین ۱۲ ساحې یې په نښه کړې وې.
تر دې مخکې د اوکراین یوه محلي چارواکي ویلي وو چې مسکو پر دونیڅک سیمې د رهبري شویو بمونو په حملې سره لږ تر لږه ۵ کسان ووژل او ګڼ نور ټپیان کړل.
د اوکراین هوايي ځواکونو نن په ټلګرام کانال کې لیکلي چې نن سهار وختي د دوی دښمنانو د شاهد په نوم د ۲۷ بې پیلوټه الوتکو په ذریعه حملې کړې دي.
د اوکراین دغه ځواک وايي، دوی توانېدلي د دغو الوتکو له جملې ۲۴ یې پر دنیپروپیټروفسک، پولتاوا، زاپوریژیا، خرسون، خارکیف، دونیڅک، سومي، چرنيهیف، وینیڅیا، کییف، کیروفوهراد او میکولاییف سیمو نسکورې کړي.
بلخوا د پلازمېنې کییف په شمالي سیمه سومي کې محلي چارواکو ویلي چې د روسیې بې پیلوټه الوتکو د اوبو د سیستم برښنا پرې کړې ده چې د اوبو د رسولو بهیر یې ټکنی کړی دی.
د اوکراین دولتي رسنیو په عین حال کې د پلازمېنې کییف په شمال ختیځه سیمه سسپلاین کې د څو چاودنو خبر ورکړی دی.
حماس د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا وړاندیز منلی
![په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-f47e-08dc9cdbf6a8_w250_r1_s.jpg)
حماس د امریکا د متحدو ایالتونو هغه وړاندیز منلی چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یوې موافقې له لومړي پړاو څخه ۱۶ ورځې وروسته د سرتېرو او نارینهوو په ګډون د اسراییلي یرغملو د خلاصون لپاره خبرې پیلوي.
د حماس یوې جګپوړې سرچینې نن شنبې وویل چې دا ډله چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، له هغې غوښتنې چې اسراییل دې لومړی د دایمي اوربند لپاره ژمنه وکړي او له هغې وروسته به دوی موافقه لاسلیک کړي، تېره شوې ده.
دغې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د خپل هویت پټ ساتلو په شرط رویترز آژانس ته ویلي چې حماس منلې چې په لومړۍ مرحله کې د شپږو اوونیو خبرو له لارې دې دغه هدف ترلاسه شي.
یوه فلسطیني چارواکي چې د سولې د نړیوالو هڅو څخه خبر دی، ویلي، که اسراییل دغه وړاندیز ومني، کېدای شي هغه په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د نهه میاشتنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د موافقې یو چوکاټ رامنځته کړي.
مسعود پزشکیان د ایران د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو ګټونکی اعلان شو
![مسعود پزشکیان](https://gdb.rferl.org/81797622-a4fe-499a-a188-749006f31bad_cx0_cy4_cw0_w250_r1_s.jpg)
د ایران د انتخاباتو چارواکو اعلان وکړ چې اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان د ایران د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخابات وګټل.
د ایران د انتخاباتو د کمېسیون ویاند محسن اسلامي د ایران د دولتي تلوېزیون له لارې اعلان وکړ چې پخواني د زړه جراح پزشکیان ۵۳،۷ سلنه رایې ګټلې او د رایو شمېر یې ۱۶ میلیونه او ۳۸۴زره او ۴۰۳ ته رسېږي او د هغه سیال سعید جلیلي ۴۴،۳ سلنه رایې خپلې کړې او د رایو شمېر یې ۱۳ ملیونه او ۵۳۸زره او ۱۷۹ ته رسېږي.
د ایران د ولسمشرۍ په دې دوهم پړاو انتخاباتو کې چې پرون جمعه ترسره شول، د ګډونکونکو شمېر نژدې پنځوس سلنه ښودل شوی چې هغه د لومړي دور د ۴۰ سلنه په پرتله زیات دی.
مسعود پزشکیان له ۲۰۰۸م کال راهیسې د ایران د پارلمان غړی دی او د ۲۰۱۶م نه تر ۲۰۲۰ کاله پورې چې کله منځلارو او اصلاح پالو په پارلمان کې اکثریت درلود، د پارلمان د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.
پزشکیان په ایران کې پر ښځو د اسلامي حجاب د عملي کولو بڼه تر پوښتنې لاندې راوستې او له لوېدیځ سره یې د خبرو په ملاتړ غږ اوچت کړی دی.
خو نوموړی د اسلامي جمهوریت د اصولو ملاتړ هم کوي او ویلي یې دي چې د غوره کېدو په صورت کې به د ایران د ستر مشر علي خامنه يي تګلارې تعقیب کړي.
دغه انتخابات له وخت مخکې د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي چې د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان او یو شمېر نورو چارواکو سره د مې میاشتې پر ۱۹مه د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړ شو، د ځای ناستې د ټاکلو لپاره ترسره شوې.
د اروپا فوټبال جام؛ په کوارټر فاینل کې انګلستان له سویس او هالنډ له ترکیې سره سیالۍ لري
![د انګلستان له مخکېنۍ لوبې یو انځور](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-3ed6-08dc99477012_w250_r1_s.jpg)
د اروپا د ملتونو د فوتبال جام د کوارټر فاینل سیالیو په لړ کې نن انګلستان له سویس سره لوبه کوي او هالنډ هم له ترکیې سره مخامخ کېږي.
پرون هم د څلورو ټیمونو تر منځ لوبې وشوې.
فرانسې د پینالټي شوټونو په پړاو کې پرتګال ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې ځان ورساوه.
د پینالټي شوټونو په پړاو کې د فرانسې لوبغاړو ۵ ګولونه ووهل، خو د پرتګال درې لوبغاړو ګول ترسره کړ او دوه په ګول وهلو بریالي نه شول.
په بله لوبه کې هسپانیا د ۲- ۱ په مقابل کې کوربه جرمني ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ورسېده.
د ولسمشرۍ لپاره د سیالیو له دوام څخه د بایډن د لاس په سر کېدو په هدف هڅې پيل شوي
![د جو بایډن او ډونالډ ټرمپ د وروستۍ مناظرې یوه څنډه](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-1734-08dc974b5ec8_w250_r1_s.jpg)
امریکایی سناتور مارک وارنر په دې لټه کې دی چې د ډیموکراټ سناتورانو یوه ډله جوړه کړي څو له جوبایډن څخه وغواړي چې د جمهوریپالو له کاندید ډونالډ ټرمپ سره د تېرې اوونۍ په مناظره کې د خپل چلند له امله د ولسمشرۍ لپاره د سیالیو له دوام څخه لاس واخلي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دا خبره د دوو کسانو له قوله چې نومونه یې پټ ساتل شوي، خو له دغو هڅو خبر دي، نن په یوه راپور کې کړې ده.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د ډیموکراټانو په منځ کې دغه احساس ورځ تر بلې پیاوړی کېږي چې بایډن نه شي کولای په سیالۍ کې پاتې شي.
د راپور له مخې سناتور وارنر نورو ته ویلي چې دی دې ته ژوره اندېښنه لري چې بایډن نه شي کولای د ټرمپ د ماتولو لپاره بریالۍ کمپاین پر مخ بوځي.
ټاکل شوې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر د میاشتې په پنځمه ترسره شي.
فوټبال؛ فرانسه د پرتګال په ماتولو سره نیمه پایلوبې ته ورسېده
![د فرانسې او پرتګال د سیالۍ یوه څنډه](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-53ee-08dc9d532f4b_cx0_cy7_cw0_w250_r1_s.jpg)
د فوټبال د یورو کپ په دویمې منځلوبې کې فرانسې د پینالټي شوټونو په پړاو کې پرتګال ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې ځان ورساوه.
د جمعې په شپه ناوخته د جرمني په کوربتوب د فرانسې او پرتګال ترمنځ د کوارټرفاینل سیالي د لوبې د اضافي وخت په لوبولو سره هم مساوي روانه وه.
د پینالټي شوټونو په پړاو کې د فرانسې لوبغاړو ۵ ګولونه ووهل، خو د پرتګال درې لوبغاړو ګول ترسره کړ او دوه په ګول وهلو بریالي نشول.
دا سیالي فرانسې ۵-۳ وګټله او نیمه پایلوبې ته ورسېده چې د جولای په ۹مه نېټه به له هسپانیې سره مخ شي.
په دې سیالۍ کې د فوټبال دوه مخکښو لوبغاړو ګیلین ایمباپې د فرانسې او کرېسټیانو رونالډو د پرتګال لوبډلمشري کوله.
ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ د جولای په ۶مه نېټه د کوارټرفاینل دوه نورې سیالۍ ترسره شي، لومړۍ سیالي به د انګلستان او سویس ترمنځ او دویمه به د نیدرلینډ او ترکیې ترمنځ وي.
تمه ده چې د یورو کپ پایلوبه د جولای په ۱۴مه نېټه ترسره شي.