د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

اروپايي اتحادیې پر یو شمېر روسي کمپنیو او وګړو بندیزونه پراخ کړي


اروپايي اتحادیې پر یو شمېر روسي کمپنیو او وګړو د خپلو بندیزونو کړۍ پراخه کړه او د روسیې د انرژۍ وزارت مرستیال يې هم په دې لېست کې شامل کړ.

اروپايي اتحادیه وايي، دا کار يې ځکه کړی چې روسیې د زیمنس شرکت د ګاز څلور ټوربینونه په غیر قانوني ډول د روسیې له جنوبي سیمو، د کریمیا ټاپووزمې ته چې روسیې په زور له اوکراینه جلا کړې، اړولي دي.

د اروپايي اتحادیې ډپلوماټانو پرون جمعه وویل چې د روسیې د انرژۍ وزارت پر مرستیال، اندرې چیریزوف او د هغه وزارت پر بل چارواکي، یوګیني ګرابچاک د دې لپاره بندیز لګول شوی چې د اوکراین د خاورې د بشپړتیا او خپلواکۍ پرضد کار يې کړی دی.

اروپايي اتحادیه وايي چې پردې کسانو به د سفر بندیز وي او په اروپايي اتحادیه کې د هغوی پانګه به کنګل شي.

د اروپايي اتحادیې ډپلوماټانو پر روسیې د بندیزونو د کړۍ له پراختیا سره، د مخالفو نظرونو د راغونډولو لپاره د جمعې د ورځې تر پایه وخت درلود خو دوو ډپلوماټیکو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته وویل چې له دې ګام سره مخالفت نه دی څرګند شوی.

اروپايي اتحادیې پر درېیو روسي کمپنیو هم بندیز لګولی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اروپايي اتحادیې دا پرېکړه "توجیه" نه لري او "غیر دوستانه" ګام یې بللې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اروپايي اتحادیې د دې ګام د غچ اخیستلو حق لري.

اروپايي اتحادیې تر اوسه، پر ۱۵۳روسانو او د هغه هېواد پر ۴۰شرکتونو بندیز لګولی دی.

اروپايي اتحادیې د ۲۰۱۴میلادي کال په مارچ میاشت کې دا ګام واخیست او د روان کال د سپټمبر تر پنځلسمې نېټې وخت ورکړل شوی دی.

زیمنس شرکت ویلي چې ټوربینونه یې د هغو له اجازې پرته او په غیر قانوني ډول کریمیا ته اړول شوي دي.

د زیمنس چارواکو ویلي چې د دې غیر قانوني کار له امله به له روسیې سره خپل روابط پرې کړي.

د امریکا متحدوایالاتو او یو شمېر اروپايي دولتونو تر هغه وروسته پر مسکو بندیزونه ولګول چې روسیې د کریمیا ټاپووزمه په غیر قانوني ډول له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه او د اوکراین په ختیځ کې یې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ پېل کړ.

د روسیې حکومت دا ردوي چې په اوکراین کې بېلتون غوښتونکو ته وسلې ورکوي.

XS
SM
MD
LG