د اسپانیا حکومت نن «چهارشنبه» یوه بېړنۍ غونډه جوړوي

د اسپانیا حکومت نن یوه بېړنۍ غونډه جوړوي.

دا غونډه داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د کاتالونیا سیمې اوسېدونکو د دې سیمې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه وکړه او شااوخوا ۹۰ سلنه خلکو مثبته رأیه ورکړه.

د اسپانیا حکومت نن داسې مهال د بېړنۍ غونډې د جوړولو خبره کړې چې د کاتالونیا د بېلتون غوښتونکې سیمې مشرانو تېره ورځ هغه سند چې د خپلواکۍ د اعلامیې نوم‌یې ورکړی وو، لاسلیک کړ.

د کاتالونیا د بېلتون غوښتونکې سیمې مشر کارلس پوجدومونت.

د کاتالونیا د بېلتون غوښتونکې سیمې مشر کارلس پوجدومونت تېره ورځ په یوه وینا کې وویل چې په وروستۍ ټول پوښتنه کې د کاتالونیا د اوسېدونکو ملاتړ دغې سیمې ته دا حق ورکوي چې له اسپانیا څخه د خپل بېلوالي مراحل پیل کړي.

د کاتالونیا د اوسېدونکو د تمې خلاف ښاغلي پوجدومونت د دې سیمي له پارلمان څخه وغوښتل چې د ټول پوښتنې پایلې وځنډوي، څو له مرکزي دولت سره د خبرو لار پرانیستل شي.

په هغې ټول پوښتنه کې چې د اکټوبر په لومړۍ نېټه د اسپانیا په کاتالونیا کې ترسره شوه ۹۰ په سلو کې رأی ورکوونکو د دې سیمي د خپلواکۍ لپاره مثبتې رأیې ورکړې.

د اسپانیا حکومت دغه ټول پوښتنه غیر قانوني اعلان کړه او وایي چې پایلې یې مشروعیت نه‌لري.

د اسپانیا صدراعظم ماریانو راخوی ژمنه کړې چې د خپل هېواد د یووالي د ساتلو لپاره به هر اړین اقدام وکړي.

د اروپایي شورا مشر ډونالد ټوسک د کاتالونیا سیمې د مشر د تېرې ورځې تر وینا دمخه له هغه غوښتي دي چې د اسپانیا له حکومت سره د خبرو لاره انتخاب کړي.

ښاغلي ټوسک دغه‌راز د اسپانیا له صدراعظم نه غوښتي چې د دې موضوع لپاره یوه حل لاره ومومي.

د ښاغلي ټوسک په خبره پر دې موضوع شخړې نه‌یوازي کاتالونیا او اسپانیا بلکې ټوله اروپا اغېزمنولی شي.