د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۰۹

ځایي چارواکي: د ګډون کوونکو اکثریت یې د کاتالونیا د جلاوالي رأیه ورکړې


د هسپانیا د کاتالونیا سیمه ییز چارواکي وایي چې د یکشنبې د ورځې په ټولپوښتنه کې په قاطع اکثریت ګډونوالو دې ته رأیه ورکړې چې دغه سیمه له هسپانیا جلا شي.

وروسته له هغې چې د هسپانیا د کاتالونیا چارواکو وویل چې د دې سیمې د خپلواکۍ لپاره په پرونۍ ټولپوښتنه کې په سلو کې له ۹۰ زیاتو رأیې ورکونکو له هسپانیا جلا کېدو ته رأیه ورکړه، د کاتالونیا مشر په یو اړخیزه توګه د کاتالونیا د خپلواکۍ د اعلانونو لپاره ور پرانېست.

مخکې تر دې چې د یکشنبې د ورځې د ټولپوښتنې چې تشدد ورسره ملګری و، لومړنۍ نتیجه خپره شي، د کاتالونیا مشر کارلوس پوجدیمونت په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، د هیلې او کړاو په دغه ورځ د کاتالونیا وګړو د دې حق ترلاسه کړ چې د جمهوریت په بڼه یو خپلواک دولت ولري.

هغه زیاته کړه، د ده حکومت به راتلونکو څو محدودو ورځو کې د دغې ټولپوښتنې نتیجه د کاتالونیا پارلمان ته چې زموږ د خلکو ملي حاکمیت تمثیولوي، واستوي چې د ټولپوښتنې د مقرراتو سره سم اقدامات وکړي.

د ټولپوښتنې له ترسره کيدو مخکې د نظرشميرنو له مخې، د دې سیمې د ۷ نیم میلیونو وګړو اقلیت یعنې شااوخوا په سلو کې ۴۰ یې د دې پلویان وو چې کاتالونیا دې خپلواکي ترلاسه کړي، خو له دې سره سره د دې سیمې اکثریت اوسېدونکو د دې ملاتړ کړی و چې په هر صورت دغه ټولپوښتنه دې ترسره شي.

د دې تمه کېده چې د دغې ټولپښتنې ډېر مخالفین به په دغه بهیر کې ګډون ونکړي چې ښایي دې کار د ټولپوښتنې پر نتیجې چې قاطع اکثریت ورته مثبته رأیه ورکړې، اغېز کړی واي.

په خپله دغې ټولپوښتنې او له هغې سره په تړاو د پولیسو اقداماتو په کاتالونیا او په ټوله هسپانیا کې یو کړکېچ راپورته کړی دی.

د هسپانیا سترې محکمې دغه ټولپوښتنه منع کړې او هغه یې د ۱۹۷۸ میلادي کال د اساسي قانون چې د دیکتاتور جنرال فرانسیسکو فرانکو له مړینې وروسته یې په دې هېواد کې ډموکراسي ټینګه کړه، مخالفه ګڼلې ده.

د کاتالونیا چارواکو وویل چې له ټولپوښتنې سره په تړاو تشدد کې چې د بلوا ضد پولیسو د رأیې ورکونکو د مخنیوي لپاره پر دولتي ودانیو چې د رأیې ورکولو مرکزونه پکې پرانېستل شوي وو، حملې وکړې چې لږترلږه ۸۴۴ تنه ټپیان شوي چې روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

پولیسو هم د خپلو لږترلږه ۳۳ غړو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

د راپورونو له مخې، پولیسو په بارسلونا کې د رأیې ورکولو یوه مرکز ته د د داخلېدو لپاره ربړي مرمۍ هم استعمال کړې، دا هغه مرکز و چې ډېر تشدد پکې رامنځته شوی دی.

د هسپانیا صدراعظم ماریانو راخوی وویل، موږ هغه کار کړی چې باید کړی مو وای، د هغه په وینا، دا د کاتالونیا د خپلواکۍ لپاره د پرېکړې ټولپوښتنه نه وه او ډموکراسي برلاسې ځکه شوه چې اساسي قانون تطبیق شو.

هغه زیاته کړه، دغه ټولپوښتنه پر ډموکراسۍ ملنډې وهل وو.

XS
SM
MD
LG