د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۵۵

ځایي چارواکي: د هسپانیې په اخ و ډب کې ۷۶۱ کسان ټپیان شوي


د هسپانیې د کاتالونیا ایالت د خپلواکۍ د ټولپوښتنې ترسره کوونکو او پولیسو پرون یکشنبه شخړه وکړه چې په نتیجه کې یې سلګونه کسان ژوبل شول.

پولیس او خلک وروسته له هغه سره ونښتل چې پولیسو هڅه کوله چې د رأیې ورکونې له مرکزونو څخه صندوقونه ونیسي.

د هسپانیې حکومت د کاتالونیا ټولپوښتنه ناقانونه بللې ده.

د هسپانیې د صدراعظم مرستیالې ثریا ساینز پرون یکشنبه په مادرید ښار کې یوه خبري کنفرانس ته وویل:

"کومه ټولپوښتنه یا بل داسې څه نه شته، دا هېڅ منطقي نه ده چې پاروونکی ګام واخېستل شي او دوام یې هم غیر منطقي خبره ده، زه د کاتالونیا له ایالتي حکومت او سیاسي ګوندونو چې له دې کاره ملاتړ کوي، غواړم چې دا بې مسؤلیتي دې بس کړي او ودې مني چې نه یوازې دا کار ناقانونه دی، بلکې د نه منلو وړ هم دی. "

د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، ۱۲ تنه پولیس په دې نښتو کې ټپیان شوي دي.

پولیسو درې تنه په دې تړاو نیولي هم دي.

د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې په کاتالونیا ایالت کې د رأیې ورکونې ۹۰ مرکزونه تړل شوي دي.

اخوا د کاتالونیا ایالت د تر ټولو لوی ښار بارسلونا ښاروالې ادا کولاو ویلي چې له پولیسو سره په نښتو کې څه باندې ۴۶۰ کسان ټپیان شوي دي.

هغې د کاتالونیا د بې دفاع خلکو په وړاندې د پولیسو د مقابلې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د کاتالونیا د بېړنیو خدماتو چارواکو وروسته د شپې ناوخته تایید کړه چې ۷۶۱ کسان د ټولپوښتنې په وخت په اخ او ډب کې ژوبل شوي دي.

د راپورونو په اساس، پولیسو په ربړي مرمیو باندې ډزې کولې او په یوه مرکز یې یرغل ور ووړ.

د پرون ورځې پېښې د هسپانیې په څو لسیزو کې تر ټولو بد قانونه کړکېچ دی.

د کاتالونیا ایالت ویاند جوردي تورول وايي چې په ټولو ۲۳۰۰ مرکزونو کې د رأیو صندوقونه اېښودل شوي وو چې نېږدې ۳۰ فیصده یې تړلي پاتې وو.

تورول له خلکو وغوښتل چې له ستونزو سره سره ډیموکراسۍ ته رأیه ورکړي.

چارواکو د کاتالونیا له خلکو غوښتي وو چې د ټولپوښتنې د ساده کولو لپاره دې د رأیې ورکونې پاڼې په خپلو کورونو کې چاپې او د رأیې ورکونې نېږدې مرکز کې دې وکاروي.

۵ اعشاریه ۳ میلیونه کسان د رأیې ورکونې په شرایطو برابر بلل شوي، خو یو شمېر خلکو ویلي چې په ټولپوښتنه کې برخه نه اخلي.

په کاتالونیا کې وروسته له هغه د ټولپوښتنې په خاطر لانجې زیاتې شوې چې د ازادې سیمې رئیس کارلیس پیګدیمونت د سپټمبر په ۱۰ مه وویل چې هر څه د ټولپوښتنې لپاره چمتو دي.

کاتالونیا د هسپانیې په ختیځ کې فرانسې ته نېږدې پروت دی چې څلور ولایتونه لري او مرکز یې د بارسلونا ښار دی.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG