د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۳۴

د هسپانیا د کاتالونیا د ټولپوښتنې د رایې مرکزونو کې اخ وډب شوی


د هسپانیا په کاتالونیا سیمه کې نن د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه ترسره کېږي.

د راپورونو له مخې د رایې ورکولو په یوشمېر مرکزونو کې د رایې ورکونکو او د بلوا ضد پولیسو ترمنځ اخ وډب شوی دی.

د هسپانیا پولیس په کاتالونیا کې د خپلواکۍ لپاره د ټولپوښتنې د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې له رایې ورکونکو سره ونښتل او د رایې ورکولو په یو شمېر مرکزونو کې یې د رایې پاڼو صندقونه ضبط کړل.

مادرید دغه ټولپوښتنه غیر قانوني بللې او د مخینوي ژمنه یې کړې ده.

په سیمه کې د بېړنو خدمتونو د ادارې چارواکو وویل چې د بلوا ضد پولیسو سره چې هڅه یې کوله د رایې ورکولو ځینو مرکزونو ته ننوځي، په اخ وډب کې ۳۸ کسان ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې د بارسیلونا د مرکزي برخې په یوه مرکز کې د تشدد له پیلېدو سره پولیسو ربړي مرمۍ هم ویشتې دي.

چارواکو وویل، د هیڅ یوه ټپي وضعیت جدي نه دی.

دا په هسپانیا کې د اساسي قانون تر ټولو جدي بحران دی.

د کاتالونیا د حکومت یوه ویاند وویل چې د رایې ورکولو د ټولو شااوخوا ۲۳۰۰ مرکزونو تقریباً دوه دریمه برخه یې پرانیستل شوي دي.

د هسپانیا د مرکزي حکومت یوه چارواکي بیا ویلي چې له نیمایي زیات مرکزونه بند شوي دي.

د دې لپاره چې د رایې ورکولو لپاره اسانتیاوې رامنځته شوي وي د کاتالونیا حکومت رایې ورکونکو ته ویلي چې رایې پاڼې په کورکې چاپ کړي او هغه په نژدې مرکز چې د پولیسوله خوا تړل شوی نه وي، صندوق ته واچوي.

د کاتالونیا د حکومت ویاند جوردي تورنول له خلکو وغوښتل چې سره له دې چې د رایې ورکولو له بهیره تصویرونه سم نشي لیدلی او هغه یوازې په تور او سپین ټلوېزیون کې لیدل کېدای شي، خپلې رایې دې ورکړي.

هغه وویل، له ډموکراسۍ دفاع تل د دې ارزښت لري او دولت ته تسلیمېدل په دې نه ارزي.

د دغې ټولپوښتنې پلویانو له خپلو ماشومانو سره شپه په ښوونځیو کې تېره کړې چې د رایې ورکولو تر پیلېدو پورې دغه مرکزونه پرانیستي وساتي.

چارواکو د شنبې په ورځ پولیسو ته امر وکړ چې په سیمه کې هغه ښوونځي چې د رایې ورکولو مرکزونه پکې په پام کې نیول شوي او ټاکل شوې چې نن د سهارله نهو بجو پرانیستل شي، وتړي.

له هسپانیا د کاتالونیا د جلا کېدو لپاره دغه ټولپوښتنه د کاتالونیا د حکومت مشر د سپټمبر په لسمه اعلان کړه او ویې ویل چې د دغې ټولپوښتنې لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی.

دغه اعلان په سیمه کې چې مرکز یې بارسیلونا دی او ټوله هسپانیا کې کړکېچ راپورته کړی دی.

په داسې حال کې چې مادرید او بارسیلونا یوبل ازمویي ورسره د شخړو د رامنځته کېدو پرسر هم انېښنی راپورته شوي دي.

د کاتالونیا حکومت په دې موده کې د هسپانیا له مرکزي حکومت څخه په پټه رایې پاڼې چاپ کړي، د رایې ورکولو مرکزونه یې په نښه کړي او د ټولپوښتنې لپاره یې نوراقدامات هم کړي دي.

د هسپانیا صدراعظم ماریانو راخوی ویلي چې کاتالونیا د باسک او ګالیسیا په څېر د هسپانیا دننه خودمختاري لري.

شااوخوا ۵،۳ میلیون وګړي په ټولپوښتنه کې د ګډون په شرایطو برابر دي خو ډېرو ویلي چې پکې ګډون نه کوي.

نظر شمېرنې ښیي چې د کاتالونیا د ټول ۷،۵ میلیون نفوس اقلیت یعنې شااوخوا په سلو کې څلوېښت یې د دغې ټولپوښتې ملاتړ کوي خو اکثریت یې د دې پلویان دي چې هغه دې په هرصورت ترسره شي.

پخواني معلومات:

د هسپانیا په کاتالونیا سیمه کې نن د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه ترسره کېږي.

د هسپانیا په کاتالونیا کې په زرګونو کسان د رایې ورکولو په مرکزونو کې په کتارونو کې ولاړ دي چې د خپلواکۍ لپاره په ټول پوښتنه کې خپلې رایې وکاروي.

د هسپانیا د مرکزي حکومت چارواکو دغه ټولپوښتنه غیر قانوني بللې او د مخنیوي ژمنه ېې کړې ده.

چارواکو د شنبې په ورځ پولیسو ته امر وکړ چې په سیمه کې هغه ښوونځي چې د رایې ورکولو مرکزونه پکې په پام کې نیول شوي او ټاکل شوې چې نن د سهار له نهو بجو پرانیستل شي، وتړي.

د اسوشېټېډ پرېس خبرې اژانس د راپور له مخې له دغه ګواښ سره سره لیدل شوي چې د رایې صندوقونه مرکزونو ته لېږدول شوي او د کاتالونیا حکومت ویلي چې رایې ورکونکو ته به اجازه ورکړي چې رایې پاڼې په کور کې چاپ کړي او وروسته یې استعمال کړي.

دغه اعلان په ټوله هسپانیا کې کړکیچ راپورته کړی دی.
دغه اعلان په ټوله هسپانیا کې کړکیچ راپورته کړی دی.

د دغې ټولپوښتنې پلویانو له خپلو ماشومانو سره شپه په ښوونځیو کې تېره کړې چې د رایې ورکولو تر پیلېدو پورې دغه مرکزونه پرانیستي وساتي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې په داسې حال کې چې په بارسیلونا کې چې د کاتالونیا مرکز دی، خلک د رایې ورکولو په مرکزونو کې په کتارونو کې ولاړو، د مدني ګارډ د پولیسو شااوخوا دېرش موټر په سیمه کې له خپلې اډې ووتل.

له هسپانیا د کاتالونیا د جلا کېدو لپاره دغه ټولپوښتنه د کاتالونیا د حکومت مشر د سپټمبر په لسمه اعلان کړه او ویې ویل چې د دغې ټولپوښتنې لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی.

دغه اعلان په سیمه کې چې مرکز یې بارسیلونا دی او په ټوله هسپانیا کې کړکېچ راپورته کړی دی.

دغې ټولپوښتنې په هسپانیا کې د اساسي قانون پر سر تر ټولو جدي بحران چې څو لسیزې یې ساری نه دی لیدل شوی راپورته کړی کړی دی.

په داسې حال کې چې مادرید او بارسیلونا یو بل ازمویي ورسره د شخړو د رامنځته کېدو پر سر هم اندېښنۍ راپور ته شوي دي.

د کاتالونیا حکومت په دې موده کې د هسپانیا له مرکزي حکومت څخه په پټه رایې پاڼې چاپ کړي، د رایې ورکولو مرکزونه یې په نښه کړي او د ټولپوښتنې لپاره یې نور اقدامات هم کړي دي.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیرالفونسو داستیس د شنبې په ورځ ووویل چې دغه ټولپوښتنه غیر قانوني ده او له هغې د دیکتاتورۍ د یوې وسیلې په توګه کاراخیستل کېږي او هم هغه د اروپایي اتحادیې له اهدافو او ارمانونو سره په تضاد کې ده.

«دا هرڅه د ډیمکراسۍ ضد دي»
«دا هرڅه د ډیمکراسۍ ضد دي»

هغه ویلي هغه څه چې د کاتالونیا خلک یې کوي د ډموکراسۍ ضد دی.

د هسپانیا صدراعظم ماریانو راخوی ویلي چې کاتالونیا د باسک او ګالیسیا په څیر د هسپانیا دننه خودمختاري لري.

شااوخوا ۵،۳ میلیون وګړي په ټولپوښتنه کې د ګډون پر شرایطو برابر دي خو ډېرو ویلي چې پکې ګډون نه کوي.

نظر شمېرنې ښیي چې د کاتالونیا د ټولو ۷،۵ میلیون نفوس اقلیت یعنې شااوخوا په سلو کې څلوېښت یې د دغې ټولپوښتې ملاتړ کوي خو اکثریت یې د دې پلویان دي چې هغه دې په هر صورت ترسره شي.

XS
SM
MD
LG