د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په خپله لومړنی وینا کې د امریکا ولسمشر ډونالډ شمالي کوریا ته سخت خبرداری او له ایران سره شوې اټمي موافقه يې د امریکا د تاریخ تر ټولو بده معامله وبلله.
ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا مشر کېم جون اون ته د راکټي سړي خطاب وکړ او ګواښ يې وکړ چې که متحده ایالات اړ شي نو شمالي کوریا به په مکمل ډول له منځه یوسي.
ټرمپ وویل:
"متحده ایالات زیات قوت او صبر لري. خو که اړ شو چې له ځانه او له خپلو متحدانو دفاع وکړو نو بل انتخاب به نهلرو بس دا چې شمالي کوریا په بشپړ ډول له منځه یوسو. راکټي سړی د ځان او د خپل رژیم لپاره په یوه ځانوژونکي ماموریت دی. د امریکا متحده ایالات چمتو دي او دا توان لري خو هیله مند دی چې دې ته اړتیا پاتې نهشي."
ولسمشر ټرمپ پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د وروستیو بندیزونو هرکلی وکړ خو پر نړیواله ټولنه يې غږ وکړ چې د پیونګ یونګ پرضد لا نور قوي ګامونه واخلي.
د ایران په اړه د امریکا ولسمشر وویل، د نړۍ هېوادونو له ډېر وخت راپدیخوا د ایران پرضد چې ډونالډ ټرمپ یاغي او خونخواره رژیم یاد کړ مقابله کوي.
نوموړي ایران تورن کړ چې په منځني ختیځ کې د سولې د پروسې مخه نیسي.
ډونالډ ټرمپ وویل، ایران ته به اجازه ورنهکړي چې خطرناک میزائیلونه جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د ایران د مشرانو د اوږدې مودې قربانیان په خپله ایرانیان دي. پرځای د دې چې د ایرانیانو ژوند پرمختګ وکړي، د تیلو ګټه يې حزبالله او نورو تروریستي ډلو ته ځي چې بې ګناه مسلمانان وژني او پر سولهییزه عرب او اسرائیلي ګاونډیانو يې بریدونه کوي."
ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، اوس وخت رسیدلی دی چې د نړۍ هېوادونه له موږ سره یو موټی شي او له ایران وغواړي چې د مرګ او بربادی تګلاره بنده کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې شرمناکې او خوشې شعارونه بللي دي چې د ظریف په وینا د عکس العمل وړ نهدي.