د پاکستان پارلمان د چهارشنبې د ورځې غونډه کې په دوه مسئلو جدي خبرې وکړي، له امریکا سره د اړیکو پر راتلونکې او د افغان کډوالو ستنول.
د خبرو په پای کې د بهرنیو چارو د وزیر خواجه آصف په حضور کې یو پریکړهلیک چې وکیلانو د امریکا د ولسمشر وروستي تورونه په کې وغندل هم تصویب شو.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې دا پاکستان دی چې د افغانستان جنګ یې اوږد کړی دی.
Your browser doesn’t support HTML5
د پارلمان غړو د غونډې په یوه برخه کې دا غوښتنه وکړه چې له پاکستانه د میلیونونو افغان کډوالو د ستنولو لپاره ښايي یو پلان برابر شي.
بلخوا د افغانستان د مهاجرینو وزارت په خپل غبرګون کې وویل چې د افغان مهاجرینو د ستنولو په اړه هر ډول پریکړه باید د شوي درې اړخېز توافق پر اساس وي.
د مهاجرینو د وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډیو ته وویل چې دغه درې اړخېز توافق د افغانستان او پاکستان او ملګرو ملتونو ترمنځ شوی دی چې پر اساس یې هرکال د کډوالی سند لرونکو افغانانو ته پاکستان کې د پاتې کېدو کارټونه تمدیدېږي.
دی وايي:
"زموږ غوښتنه دا ده چې د کډوالو ستنېدل د توافق سره سم، تدریجي، په عزت او خوندي توګه او د دوی په خپله خوښه وي. هېڅ کوم هېواد نهشي کولی چې د اصلي هېواد یا د مبدا هېواد سره له تفاهم پرته د میلیونو انسانانو په هکله پریکړه وکړي. "
شاوخوا دوه میلیونه افغانان په پاکستان کې د کډوالې ژوند تېروي.
په دوی کې یو میلیون او درې لکه کسان اسناد لري او اووه لکه نور بې اسنادو دي.
د هغو کډوالو سندونه چې پاکستان کې په قانوني توګه ژوند کوي د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه اعتبار لري چې له شوي توافق سره سم ښايي هرکال تمدید شي.
د افغانستان د مهاجرینو د وزارت سلاکار وايي، که پاکستان په خپلو ژمنو ونه درېږي کابل به نړیوالو سازمانونو ته مخه کړي.
ښاغلي میاخېل زیاته کړه:
"زه فکر نهکوم چې پاکستان به دا ډول کومه پریکړه وکړي. خو که داسې کومه مسئله پېښه شي د هغو نړیوالو سازمانونو څخه چې موږ سره همکاري لري مرسته غواړو. که داسې کومه موضوع وي نو بیا یوې څلور اړخېزې غونډې ته اړتیا ده چې د افغانستان، پاکستان، د کډوالو د نړیوال سازمان، IOM او د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ یا UNHCR استازي په کې برخه واخلي. "
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د پارلمان پرونۍ غونډه کې دا هم وویل چې افغانستان او امریکا ښايي د افغانستان هغه پولي له کوم ځایه چې د هغه په وینا تروریستان پاکستان ته را اوړي باید وتړي.
وروسته لهدې چې واشنګټن د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله نوې پالیسي اعلان کړه او په هغې کې پاکستان تروریستانو ته په پناه ورکولو تورن کړ؛ د دغه هېواد چارواکو د امریکا او افغانستان خلاف تُندې څرګندونې کړي دي.
د افغان کډوالو د ستنولو مسئله چې تر دې مخکې د پاکستان پارلمان کې مطرح شوې نه وه پرون یې ګڼو وکیلانو ملاتړ وکړ.