سروې: د کډوالو چارو وزارت له فساد سره مبارزه کې مخکې دی

د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې کمېټې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو په وزارت کې د فساد په وړاندې په مبارزه کې د ښه لاس ته راوړنو خبر ورکوي.

دغه کمېټه وايي چې دغه وزارت د فساد ضد کړنلاره تر ډېره عملي کړې ده.

د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې کمېټې د دارلانشا رئیس سید مظفر شاه د چهارشنبې په ورځ د کډوالو چارو وزارت په اړه د خپلو څېړنو راپور خپرېدو غونډې ته وویل هغه تمه چې دوی د شفافیت لپاره لرله تر ډېره پر ځای شوې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د فساد ضد پلان چې موږ و ارزوی دا وزارت پکې د نورو په پرتله مخکښ دی او دغه وزارت د خپل پلان مطابق ښه په مخ تللی."

دغې کمېټې په ۲۰۱۰میلادي کال کې کار پیل کړی او تر اوسه یې د افغانستان د بېلابېلو ادارو په اړه لسګونه لوی او واړه راپورنه چمتو کړي دي.

د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې کمېټې تېره میاشت د افغانستان د لویې څارنوالۍ په اړه په خپلو پلټنو کې ویلي و چې د فساد ضد د قوي ارادې سره سره دا اداره لا د ځينو ستونزو سره مخ ده.

دا اداره له هغې وروسته چې د افغانستان بېلابېلو ادارو د فساد ضد پلانونه چمتو کړل د هغوی په دغو پلانونو څار کوي او د عملي کېدو په اړه یې ارزیابي کوي.

له دې سره د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي چې د فساد ضد مبارزه یې د کار په لومړیتوبونو کې ده.

هغه چې دې غونډې ته یې خبرې کولې وویل سره له دې چې وزارت یې د تجهیزاتو او بشري سرچینو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی خو د فساد ضد د مبارزې ژمنتیا لري.

سید حسین عالمي بلخي

نوموړي زیاته کړه:

"هغه سپارښتنې چې د ماک اداره یې لري موږ هڅه کوو چې په بشپړه توګه یې عملي کړو لکه د تېر په څير چې موږ کار ورته کړی دی موږ هڅه کوو ولې هیڅ اداره به نه وي چې په هغې کې فساد نه وي."

د هغه په وینا د هرې ادارې په خپل پلان عمل د دې سبب شوی چې افغانستان د فساد ضد په نړیواله درجه بندۍ کې ښکته شي.

افغانستان چې یوه وخت د نړۍ درېیم مفسد هېواد و اوس اتم مقام لري او افغان حکومت نړیوالو ته د فساد په وړاندې د مبارزې ټينګې ژمنې ورکړي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ