خط نو: بلخ کې په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر له ۲۰ زره زیات شوی

د افغانستان په شمال زون کې د خط‎ نو ټولنیز او څېړنیز بنسټ مسؤلان وايي چې په بلخ ولایت کې د روان کال په ترڅ کې د معتادینو په شمېر کې ۲۰ زره تنه زیاتوالی راغلی دی.

په شمال زون کې د خط‎ نو بنسټ مشر عبدالقادر مصباح نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال په بلخ کې د معتادینو شمېر ټول ټال ۱۸۰ زره کسانو ته رسېده خو د یو کال په تېرېدو سره دا کچه اوس ۲۰۰ زره کسانو ته لوړه شوې ده.

ښاغلي مصباح وویل چې د معتادینو د شمېر د زیاتوالي عمده عامل په بازار کې د مخدره توکو ازاد خرڅلاو، په بلخ کې د کوکنارو د کښت زیاتېدل او د معتادینو د درملنو د مرکزونو نشتون دی.

هغه وویل:

"روان کال بلخ کې ۲۰۰زره کسانو په مخدره توکو روږدي دي چې عمده عامل یې هم مخدره توکو ته په اسانه توګه لاس رسی او دې ولایت کې د کوکنار د کښت زیاتوالی دی."

د بلخ د مخدره توکو سره د مبارزې ریاست مشر عبدالرحمن اوغلي هم ازادي راډیو سره په خبرو کې د معتادینو د شمېر زیاتوالی تائید کړ.

ښاغلی اوغلی وايي، سره له دې چې دوی د مخدره توکو سره د مبارزې کمپاین ترسره کړی خو بیا هم بهر ته د ځوانانو بې موقع مهاجرتونه، د کاري زمینو نشتوالی او د مخدره توکو موجودیت د معتادینو شمېر زیات کړی.

په بلخ کې د مخدره توکو سره د مبارزې ریاست مشر وايي چې دې ولایت کې معتادینو ته د درملنې د مرکزونو کموالی هم د دې لامل شوی چې دوی وتوانېږي ډېر شمېر روږدي کسان تداوي کړي.

هغه وویل:

"بلخ کې سره له‎دې چې د عامې روغتیا او زموږ ریاست په ګډه سره هڅې وکړې، خو بیا هم په کافي توګه د معتادینو د درملنې مرکزونه دې ولایت کې کم دي. د هر کال او هرې میاشتې په تېرېدو سره د معتادینو په شمېر کې زیاتوالی راځي."

دا په داسې حال کې ده چې د مزار شریف اوسېدونکي په ښار دننه او شاوخوا سیمو کې د معتادینو له موجودیته شکایت کوي او وايي چې په مخدره توکو دا روږدي کسان د ښوونځیو زده کوونکي ځوروي او له کورنو او هټیوالو څخه غلاوې کوي.

د مزارشریف اوسېدنکی پرویز یې په اړه وايي:

"د ښار په مختلفو سیمو کې معتادین موجود دي، خلک له هغوی څخه په تنګ راغلی ، د ښوونځیو وړې زده کوونکې ځوروي، له هغوی پیسې غواړي. معتادین د خلکو کورونو ته ورننوځي او توکي غلا کوي، د هټیوالو هم پیسې وهي."

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ په ګاونډي ولایتونو جوزجان، سمنګان او سرپل کې هم چارواکي اندېښنه ښايي چې یادو سیمو کې هم د معتادینو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی