اروپايي ټولنه په یونان کې ایسار شویو کډوالو ته کورونه کرایه کوي

اروپایي کمېسیون د یوې بېړنۍ مرستې په توګه ۲۴۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي څو په یونان کې ایسار شويو پناه غوښتونکو ته په هغه هېواد کې کورونه کرایه کړي او هم د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هغوی ته د نغدو پیسو میاشتني کارتونه ورکړي.

دا پروګرام د د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له‌خوا اعلان شو.

په یونان کې ایسار شویو پناه غوښتونکو ته د ۲۴۵ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته د اروپایي اتحادیې کمېسیون د پنجشنبې په ورځ اعلان کړه.

وروسته له هغه چې د تېر میلادي کال له مارچ میاشتې راهیسې اروپایي هېوادونو خپلې پولې د کډوالو پر مخ وتړلې، د بېلابېلو هېوادونو څخه شااوخوا ۶۲ زره کسان په یونان کې ایسار شول.

په یونان کې بند پاتې کډوال.

ډېری دغه پناه غوښتونکي د سوریې، افغانستان او عراق دي چې د یونان په ټاپوګانو یا نورو سیمو کې په کمپونو کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې «یو. اېن. اېچ. سي. ار» له‌خوا د اعلان شوي سیسټم له مخې به د یونان په ښارونو او ښارګوټو کې ۲۲۰۰۰ کورونه او په ټاپوګانو کې شااوخوا دوه زره کوره د دغو پناه غوښتونکو لپاره کرایه شي.

اروپایي کمېسیون وایي، د دوی په اعلان شوې مرستي سره به هغو کډوالو شمېر چې په کرایه شویو اپارتمانونو کې ژوند کوي، د ۲۰۱۷ کال تر پایه ۳۰ زرو ته ورسېږي.

د بشري مرستو په برخه کې د اروپایي کمېسیون یو کمېشنر کرستوس ستایلایندیس په یوې اعلامیه کې وویل:

"زموږ نوې بودجه د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره د مرستو په ورکولو کې یو تغییر دی."

دی وایي د دې پروژې هدف له کمپونو څخه د پناه غوښتونکو ایستل او عادي ژوند ته د هغوی راوستل دي، څو هغوی وکولی شي عادي او خوندي ژوند وکړي."

د روېټرز خبري اژانس د راپورونو پر اساس د دې مرستې لومړۍ برخه د نغدو پیسو د کارتونو جوړولو په برخه کې لګول کېږي چې په میاشتني ډول به دغو پناه غوښتونکو ته ورکول کېږي.

په دغو کارتونو کې د هغوی د لومړنیو اړتیاوو لکه ډوډۍ، درملو او عامه ترانسپورټ د لګښتونو پوره کولو لپاره پیسې وراچول کېږي.

په دې مرستې سره په یونان کې د اروپایي اتحادیې د بېړنیو مرستو اندازه تر دوه برابره ډېرېږي او په ټوله کې ۴۰۱ میلیونه یورو ته رسېږي.