که څه هم د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار په څنډو کې له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې جګړه روانه ده، خو د دغه ولایت سیمهییز چارواکي وايي، ورسره په څنګ کې دغلته د لوبو مینهوال ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.
د دغه ولایت د بدني روزنې امر قدرتالله الفت د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې په دې وروستیو کلونو کې زیات شمېر ځوانانو لوبو ته مخه کړې، خو وايي چې دوی ورته د لوبو د ترسره کولو لپاره لوبغالي نهلري.
نوموړی وايي، که په دغه ولایت کې ځوانانو ته د لوبو میدانونه جوړ شي، نو د لوبو مینهوال به نور هم زیات شي او په نشهیي توکو د روږدي کسانو شمېر به هم کم شي.
ښاغلي الفت زیاته کړه:
"موږ دوه کاله مخکې څه باندې ۲۰۰ لوبغاړي له ځان سره راجسټر درلودل، خو اوس دا شمېره څه باندې ۴ زرو ته رسېدلې، نو دا معلومه خبره ده چې په دغه ولایت کې د لوبو مینهوال زیات شوي او بل دا چې موږ په دغه ولایت کې ۹ ډوله لوبې لرو لکه کرکټ، فوټبال، ووشو، زبیايي اندام او داسې نورې، خو ولې موږ یوازې یو لوبغالی لرو، هغه هم د استفادې وړ نهدی."
ښاغلي الفت همدارنګه وویل چې په دغه ولایت کې دوی د لوبغاړو د روزنې لپاره ښوونکي هم نهلري، خو بیا هم د زون په سطحهيې بریاوې خپلې کړې دي.
نوموړی وايي، که دغلته د دوی لوبغاړو ته سمه روزنه ورکول شي نو د افغانستان په سطحه به بریاوې راوړي.
چارواکي وايي ارزګان یو د افغانستان د هغه وروسته پاتې او ناامنه ولایتونو څخه دی چې د بیارغونې کارونه ډېر کم پهکې تر سترګو کېږي او څه باندې ۸۰ سلنه خلکيې نالوستي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې دوه اوونۍ وړاندې د ۷ بېلابېلو لوبو لپاره فدراسیونونه هم وټاکل شول.
له دې سره په دغه ولایت کې لوبغاړي هم وايي چې دوی د لوبو د ترسره کولو لپاره کوم لوبغالی نهلري.
دوی له دولته غوښتنه کوي چې د لوبو لپاره دې ورته لوبغاړي جوړ کړي څو ځوانان له نشهیي توکو او ناوړه کارونو څخه لاس واخلي او لوبو ته مخه کړي.
یو لوبغاړی یې ازادي راډيو ته داسې وايي:
"موږ په سرو شګو کې لوبې کوو، خو بیا هم ځوانان د لوبو سره د مینې په خاطر دغلته لوبې کوي زموږ لپاره دولت تر اوسه هېڅ هم نهدي کړي، ولې يې نهکوي ایا موږ حق نهلرو؟ تاسو نورو ولایتونو ته وګورئ، هلته د هرې لوبې لپاره ځانګړي میدانونه جوړ شوي، موږ یوازې یو لوبغالی لرو هغه هم ناسم دی."
په ورته وخت کې د افغانستان د اُلمپیک کمېټې مسؤلین هم په دغه ولایت کې د لوبغاړو دغه ستونزې مني او وايي چې د دغو ستونزو د هوارولو لپارهیې يو لړ پلانونه ترل اس لاندې نیولي دي.
د دغې کمېټې ویاندې انیسې محبوبي ازادي راډيو ته وویل چې دغه ستونزې یوازې په ارزګان ولایت کې نه بلکې د افغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې شته، خو موږ يې د هوارولو هڅې پیل کړې دي.
اغلې انیسه محبوبي وايي:
"موږ پوهېږو چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې لوبغاړي له ورته ستونزو سره مخ دي دا موږ تائیدوو، خو موږ اوس یو لړ پلانونه ترلاس لاندې نیولي دي، څو د لوبغاړو دغه ستونزې ورته هوارې کړو."
د یادونې وړ ده چې په دغه ولایت کې د ناامنیو لامل هم د مسؤلینو په خبره د ځوانانو بېکاري ده چې د دغه ولایت د چارواکو په خبره څه باندې ۶۰ سلنه ځوانان بېکاره دي چې زیات شمېر يې اوس په نشهیي توکو روږدي شوي او یا هم د مخالفینو لیکو ته تللي دي.
راپور: شریفالله شرافت