د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

د ارزګان د جګړې د لومړي کرښې حال


د ارزګان ولایت سیمه‌ييز امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې شپنۍ عملیاتو ښه پایله لرلې ده او وسله وال طالبان سخت ځپل شوي دي.

د جګړې په لومړي کرښه کې د ارزګان د امنیه قوماندانۍ سرپرست رحمت الله صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې د خنجر ۷ په نوم دغه عملیاتو سلګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده او ګڼې سیمې یې ورڅخه نیولي دي.

بلخوا په جګړه کې بوختو یو شمېر سرتېرو ازادي راډيو ته وویل چې تر هغه وخته به د خپل وطن څخه دفاع کوي څو چې یې په بدن کې یو څاڅکی وینه وي.

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

بشپړ راپور د شریف الله شرافت په دې راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:45 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG