د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

دُرانی: د شاه ولي‌کوټ جګړه کې د ۲ سرتېرو په ګډون ۱۲ وسله‌وال وژل شوي


د کندهار چارواکي په شاه ولي‎کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر قرارګاه د وسله‌والو طالبانو په حمله کې د دوو پولیسو او ۱۲ وسله‎والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ درې بجې د شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ اړوند د کندهار-ارزګان پر غځېدلې لار د ملي اردو پر یوه مرکز د طالب وسله‎والو تر بریدونو وروسته سخته جګړه شوې ده.

د دُراني په خبره جګړې د شپې تر درېیو بجو دوام وکړ چې په پایله کې يې د وسله‎والو د یوه سیمه‎ییز قوماندان په ګډون ۱۲ وسله‎وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی
د کندهار د امنيه قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی

دُرانی وايي، په دغې جګړه کې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی درانی زیاتوي:

"جګړې د شپې تر دوو بجو دوام کړی، ۱۲ وسله‎وال چې يو يې قوماندان و، وژل شوی. ۱۵ ټپیان دي او زموږ دوه سرتېري چې زړورتیا يې ښودلې وه شهیدان او درې نور ټپیان شوي چې اوس تر درملنې لاندې دي."

بل‎خوا وسله‎وال طالبان په دغې جګړه کې د ۳۸ سرتېرو د وژلو ادعا کوي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې ادعا کړې چې په دغې جګړه کې يې د ملي اردو د قرارګاه یو شمېر ټانکونه ویجاړ کړي او لسګونه میله وسلې او نور مهمات‌یې له ځان سره وړي دي.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG