د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۹

خبرونه

رحمانزی: وسله‌والو په ارزګان کې د یوې مؤسسې ۴ کارکوونکي برمته کړي

په ارزګان ولایت کې د یوې خیریه مؤسسې څلور کارکوونکي وسله‌والو طالبانو برمته کړي دي.

په سیمه کې د «AHDS» مؤسسې مسؤل فضل‌الرحمان رحمانزي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، د ولسي تړون پروګرام دغه څلور تنه کارکوونکي د دغه ولایت چورې ولسوالۍ ته پر لاره و چې وسله‌والو طالبانو برمته کړل.

نوموړی وايي، د دغو کارکوونکو هدف په دغې لسوالۍ کې د ولسي تړون د پروګرام پلي کول و.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د ولسي تړون دغه پروګرام شااوخوا یوه میاشت وړاندې په ارزګان ولایت کې پیل شو چې مسؤلینو د پیلېدو پر مهال‌یې هم له وسله‌والو طالبانو څخه د همکاري غوښتنه کړې وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په تایوان کې زلزله شوې

د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې د تایوان زلزله-ارشیف
د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې د تایوان زلزله-ارشیف

د تایوان په جنوب ختیځ کې د تایتونګ سیمه؛ نن د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه یو درجې زلزلې ولړزوله.

تر دې دمه د اوښتو زیانونو راپورونه نه دې خپاره شوي.

د زلزلې ټکانونه په پلازمینې تایپي کې هم احساس شوې دي.

په دوه زره شپاړسم کال کې د تایوان په جنوب کې زلزلې تر سلو ډیر کسان وژلي وو او په نولس سوه نهه نویم کال کې یوې زلزلې په دغه هیواد کې تر دوه زره ډیر تلفات لرل.

یو شمیر افغان متقاعدینو خپل تقاعد ترلاسه کړ

د افغانستان مالیه وزارت
د افغانستان مالیه وزارت

طالبانو یوشمیر متقاعدینو ته د تقاعد پیسې ورکړې ، خو ځیني متقاعدینو د چهارشنبې په ورځ شکایت وکړ چې دوی ته یې لږې پیسې ورکړې دي.

د طالبانو د مالې وزارت د ویاند عبدالقیوم ناصر په وینا تر اوسه یولس زره کسان د تقاعد وړ پیژندل شوې دي چې ځینو ته یې د هغوی د میاشتني معاش له مخې تقاعد ورکړل شوی دی.

د اټکل له مخې په افغانستان کې شاوخوا یو نیم لک متقاعدین شته. دغو کسانو ته د تیرو څه باندې څلورو کلونو په ترڅ کې چې طالبان واکمنان شوې دي، تقاعد نه ورکول کیده. دوی د تقاعد د ترلاسه کولو لپاره په کابل او یوشمیر نورو ښارونو کې بیا بیا سوله ییز لاریونه وکړل، چې بالاخره د طالبانو حکومت سږکال پریکړه وکړه چې یوه ځانګړې محکمه به دا وڅیړي چې څوک د تقاعد د پیسو د اخیستو مستحق دی.

په افغانستان کې هغه کسان د تقاعد وړ بلل کیږي چې پنځه شپیته کلن شوي یا یې څلویښت کاله کار کړی ، خو د طالبانو په حکومت کې د تقاعد سیستم له منځه تللی او د مامورینو له معاشونو د تقاعد پیسې نه ګرځول کیږي.

په مسکو کې چاودنه شوې

په مسکو کې د ننۍ چاودنې سیمه د پولیسو له لورې کلابنده شوې
په مسکو کې د ننۍ چاودنې سیمه د پولیسو له لورې کلابنده شوې

د روسیې په پلازمینه مسکو کې د دوو ترافیک پولیسو په ګډون درې تنه ووژل شول.

د روسیې تحقیقاتي فدرالي کمیټې ویلي چې په بیلیڅکایا واټ کې چې کله تیره شپه پولیسو یوه مشکوک کس دراوه، چاودنه وشوه چې له امله یې دوه ترافیک پولیس او یو بل کس ژوبل شول او وروسته درې واړو له اخیستو ټپيونو ساه ورکړه.

دا په تېرو دریو ورځو کې دویمه چاودنه ده چې په مسکو کې کېږي.

نننۍ چاودنه هغه ځای ته نږدې شوې چې تېره دوشنبه پکې د روسیې یو جنرال فانیل سروروف د هغه په موټر کې د ځای پرځای شوي بم له امله ووژل شول.

په افغانستان کې په سلګونو روغتیایي مرکزونه تړل شوي

ارشیف
ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د دوه زره پنځه ویشتم کال په ترڅ کې څلور سوه پنځه څلویښت روغتیایي مرکزونه یا بند شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوې دي.

د دغه سازمان په وینا له دې ډلې یو نوی مرکزونو بیرته بودیجه ترلاسه کړې او فعاله شوې دي.

د دوه زره پنځه ویشتم کال په ترڅ کې په اغیزمن شویو صحي مرکزونو کې، ګرځنده ټیمونه، د تغذیې ډلې، اساسي او فرعي صحي مراکز او کورني روغتیایي مرکزونه شامل دي چې د نړیوالو په مرسته چلیږي.

افغانستان ته د روان کال له پیله تر اوسه د راپورونو له مخې شاوخوا دوه نیم میلیونه کډوال له ایران او پاکستانه ستانه شوې چې له دې سره پر روغتیایي برخې فشارونه نور هم زیات شوې دي.

استرالیا د وسلو د محدودولو لپاره نوی قانون تصویب کړ

د اسټرلیا په نیو ساوت ولز ایالت کې نن چهارشنبې د وسلو د ملکیت او ترهګرۍ ضد قوانین تصویب شول.

دا قوانین په باندي ساحل کې له مرګوني برید وروسته تصویب شوي دي.

د دغو قوانیو له مخې، د وسلو مالکیت محدود شوی، په عامه ځایونو کې د ترهګرۍ د نښو ښول منعه او پولیسو ته د مظاهرو د کنټرول لپاره زیات واکونه ورکړل شوي دي.

د نیو ساوت ولز صدراعظم کریس مینس ویلي، ښايي له دغو سختو اصلاحاتو ملاتړ ونه کړي خو حکومت يې د خلکو د خویندیتوب لپاره هر ډول اقدام ته تیار دی.

د دغو قوانینو تصویب له مخالفتونو سره مخ شوی دی.

په باندې ساحل کې د ډزو پېښه د اسټرلیا په تیرو شاوخوا درې لسیزو تر ټولو مرګوني پېښه وه چې لږ تر لږ۱۲کسان په کې ووژل شول.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنیري په دریو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونه جوړوي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنیري(UNHCR) وايي چې په کندهار، کونړ او دایکندي ولایتونو کې به درې روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.

د ملګرو ملتونو دغې بنسټ پرون سه شنبې پر خپله ایکس پاڼه په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا پروژه به د درې میلیونو ډالرو په لګښت په دوه کلونو کې بشپړه شي.

د UNHCR په خبره، د دې پروژې لګښت د افغانستان د بشرپالنې صندوق له بودجې څخه تمویلیږي.

د اعلامیې له مخې، د کونړ روغتیايي مرکز به شاوخوا ۱۵۰ زرو، د کندهار به ۴۵ زرو او د دایکندي روغتیايي مرکز به ۲۴۰ زرو کسانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د دغې بنسټ په خبره، د دغه روغتیايي مرکزونو له ډیرو خدمتونو به راستانه شوي کډوال ګټه پورته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې په میلیونو افغان کډوال له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه کړای شوي دي.

د پاکستان PIA ملي هوايي شرکت خصوصي سکتور ته وسپارل شو

پاکستان د سه‌شنبې په ورځ خپل ملي هوايي شرکت (پاکستان انټرنشنل اېرلاینز یا (PIA) خصوصي سکتور ته وسپاره.

دغه شرکت په ۱۳۵میلیارده پاکستاني کلدارو چې (۴۸۲میلیونه ډالر) کیږي خرڅ شوی دی.

د پاکستان دغه ملي هوايي شرکت وروسته له هغه د خصوصي سکتور له خوا واخیستل شوي چې دوه پاکستاني شرکتونه د ازاد لیلام په پروسه کې د ګډون لپاره واجد شرایط وپېژندل شول.

دا داوطلبي په ژوندۍ بڼه خپره شوه او دواړو لورو د دې شرکت د ۷۵ سلنه ونډو د پېرلو لپاره له یو بل سره سیالي وکړه.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ویلي، حکومت نور نه غواړي د دولتي شرکتونو د زیانونو لګښت ورکړي او دا اقدام د هغوو اقتصادي اصلاحاتو برخه ده چې د نړیوال وجهي صندوق (IMF) له پروګرام سره تړاو لري.

د پاکستان دغه ملي هوايي شرکت له کلونو راهیسې له مالي، اداري او عملیاتي ستونزو سره مخ و.
اوس مهال، دا شرکت ۱۸ فعالې الوتکې لري، ۷۸ نړیوالو مقصدونو ته الوتنې کوي او شاوخوا ۶ زره کارکوونکي په کې په کار بوخت دي.

ایران خپل دوه اتباع په مازندران ولایت کې اعدام کړي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

ایران پرون سه شنبې پر خپلو دوه اتباعو د دې هېواد په شمال کې د اعدام حکم تطبیق کړی دی.

د ایران په قضاییه قوې پورې تړي میزان خبري اژانس لیکي، دا کسان په ۲۰۲۲کال کې په مازندران ولایت کې په جنسي تیري محکوم شوي وو.

د اعدام شویو کسانو د هویت په اړه څه ویل شوي نه دي.

ایران میاشت وړاندې په سمنان ولایت کې دوه تنه چې په جنسي تیري محکوم شوي وو، په علني توګه اعدام کړل.

د بشري حقونو د ساتنې او د بښنې نړیوال سازمان د راپورونو له مخې ایران په نړۍ کې له چین وروسته دویم هېواد دی چې تر ټولو ډیر اعدامونه په کې ترسره کیږي.

د لیبیا لوی درستیز په ترکیه کې د الوتکی د لوېدو په پېښه کې وژل شوی دی

د لیبیا لوی درستیز له یو شمیر نورو لوړو پوړو پوځي چارواکو سره
د لیبیا لوی درستیز له یو شمیر نورو لوړو پوړو پوځي چارواکو سره

د لیبیا لوی درستیز محمد علي احمد الحداد او د دې هېواد څلور نور لوړپوړي پوځي چارواکي د سه‌شنبې په ماښام له انقرې څخه د یوې الوتنې له پورته کېدو لږ شیبه وروسته د سوداګریزې جټ الوتکې د لوېدو له امله وژل شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په خبره، د الوتکې پاتې شوني د ترکیې د امنیتي ځواکونو له ‌خوا انقرې ته نږدې د هایمانا ولسوالۍ کې موندل شوي دي.

په دې پېښه کې د الوتنې درې تنه عمله هم وژل شوې ده.

د لیبیا لومړي وزیر عبدالحمید دبیبه دا موضوع پر خپله فېسبوک پاڼه تایید کړې.

محمد الحداد تر پېښې مخکې د سه‌شنبې په ورځ په انقره کې د ترکیې د دفاع له وزیر یاشار ګولر او د خپل ترکي سیال سلجوق بایراکتاراوغلو سره لیدنه کړې وه او طرابلس ته د ستنېدو په حال کې و.

تراوسه د الوتکې د رالویدو علت روښانه نه دی او ترکیې ویلي چې د پېښې په اړه به څېړنه کوي.

محمد الحداد ۲۰۲۰ کال د اګست راهیسې د لیبیا د لوی درستیز په توګه فعالیت کاوه.

د افغان ښځو د والبیال لوبډلې بنګله‌دېش ته ۳ پر ۱ ماته ورکړه

عکس: د قرغیزستان د ښځو والبیال ټیم
عکس: د قرغیزستان د ښځو والبیال ټیم

د افغانستان د ښځو د والیبال لوبډلې د دوشنبې په ورځ د منځنۍ اسیا د ښځو د والیبال په اتلولۍ کې خپله لومړنۍ بریا ترلاسه کړه او په یوې مهمې ګروپي سیالۍ کې یې بنګله‌دېش ته ۳ پر۱ ماتې ورکړه.

دا مسابقه د مالدیف په پلازمېنه مالې کې وشوه، هغه ښار چې د یوې اوونۍ په مخه د دې سیمه‌ییز تورنمنټ کوربه‌توب کوي.

تر دې مخکې د افغانستان لوبډلې دوې پر له پسې سیالۍ پر قرغیزستان او کوربه مالدیف بایللې وې.

د منځنۍ اسیا د ښځینه والیبال په اتلولیو کې د افغانستان، بنګله‌دېش، مالدیف او قرغیزستان لوبډلې ګډون لري او دا سیالۍ د ډسمبر له ۱۹مې تر ۲۵مې پورې دوام کوي. دا ټورنمنټ د سیمې د ښځینه والیبال لوبډلو لپاره د سیالۍ یو نادر فرصت بلل کېږي.

د افغانستان د ښځو د والیبال لوبډله تر ډېره په تبعید کې فعالیت کوي، ځکه چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له لوري لګول شویو محدودیتونو په سپورتي او ټولنیز ژوند کې د ښځو د ګډون مخه نیولې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG