ټرمپ وايي د شمالي کوریا د اټمي پروګرام پر ضد پیاوړی پلان موجود دی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا رژیم ته د "بې باک" او "بې رحم"خطاب وکړ او ویې ویل چې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام او د هغه هېواد د بالیسټیک مزائیلو د پروګرام پرضد پیاوړی او کره پلان موجود دی.

ولسمشر ټرمپ پرون جمعه په واشنګټن کې د جنوبي کوریا له ولسمشر "مون جاي اېن" سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې د شمالي کوریا فعالیت ته د کلک ځواب اړتیا ليدل کېږي.

د امریکا جمهور ریس د جنوبي کوریا له ولسمشر سره ترکتنې وروسته، د سپینې ماڼې په باغچه کې خبریالانو ته وویل چې د شمالي کوریا حکومت د "خپلو وګړو، خپلو ګاونډیو او د بشريت ژوند ته هېڅ ډول درناوی او پام نه کوي."

ولسمشر ټرمپ د جنوبي کوریا له ولسمشر سره تر دې کتنې مخکې ویلي و چې د شمالي کوریا اعمالو ته د ځواب ورکولو بېلابېل امکانات شته خو په پرونۍ خبري غونډه کې يې دا څرګنده نه کړه چې کوم انتخابونه تر پام لاندې دي.

ټرمپ وویل چې له شمالي کوریا سره د "ستراتیژیک زغم" کړنلاره ناکامه شوې ده.

ولسمشر ټرمپ د جنوبي کوریا له ولسمشر سره.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه:

"زموږ هدف په سیمه کې سوله، ثبات او پرمختګ دی."

هغه ټینګار وکړ چې امریکا به تل له ځان او خپلو متحدانو دفاع کوي او دې هدف ته د رسېدو لپاره له جنوبي کوریا، جاپان او د نړۍ په کچه د امریکا له متحدانو سره پر امنیتي، ډیپلوماتیکو او اقتصادي اقدامونو کار کوي.

ټرمپ همدا راز پرسیمه ییزو قدرتونو غږ وکړ چې پرشمالي کوریا بندیزونه عملي کړي او له شمالي رهبرانو غوښتنه وکړي چې "سمه لار" غوره کړي.

اوسمهال د امریکا لږترلږه ۲۸زره عسکر په جنوبي کوریا کې ځای پرځای دي.

د امریکا جمهور رئیس غوښتنه وکړه چې د دې عسکرو د ملاتړ لپاره باید په لګښتونو کې شراکت رامنځته شي.

هغه په پرونۍ خبري غونډه کې د خبریالانو پوښتنو ته هم له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

د جنوبي کوریا په واکمنۍ کې له بدلون وروسته، دا امریکا ته د هغه هېواد د نوي ولسمشر لومړی سفر دی.

د جنوبي کوریا ولسمشر وویل چې یوازې د امنیت د ښه کولو په مرسته حقیقي سوله ټینګېدلائ شي.

هغه زیاته کړه چې د شمالي کوریا له لوري ګواښونه باید له کلک ځواب سره مخامخ شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان کال په ترڅ کې، جنوبي کوریاته د ورتګ لپاره د هغه هېواد د ولسمشر بلنه هم ومنله.

د جنوبي کوریا ولسمشر په واشنګټن کې د امریکا او کوریا د جګړې د یاد څلي ته د ګلانو ګېدې وروړې.