د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

شمالي کوریا د یوه بل توغندي په ازمویلو سره د کړکېچ اور ته پکی وواهه


شمالي کوریا د لمسوونکو اقداماتو په ترڅ کې د توغندیو یوه بله ازموینه ترسره کړه، دغه هېواد په دې ازموینې سره د کوریا په ټاپو وزمه کې د کړکېچ اورته پکی وواهه.

ګومان کېږي چې دا به یو لنډ واټن ویشتونکی توغندی و چې د شمالي کوریا د وانسن له هوایي اډې د ختیځ پر لوري توغول شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو، جنوبي کوریا او جاپان د دوشنبې په ورځ د شمالي کوریا د توغندي دغه نوې ازموینه تائید کړه.

په ارام سمندر کې د امریکایي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ ویلي چې دغه د لنډ واټن ویشتونکي توغندی یې په نښه کړی او څارلی دی.

په دې اړه په خپاره کړي بیان کې د امریکا د ارام سمندر قوماندانۍ یو ځل بیا په سیمه کې د خپلو متحدینو، جاپان او جنوبي کوریا د امنیت په برخه کې خپله ټینګه ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې دغې نوې ازموینې متحده ایالاتو ته خطر نه‎دی پېښ کړی.

د جنوبي کوریا ولسمشر د دغې نوې ازموینې په اړه د خبرو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې د رابللو غوښتنه کړې ده.

جاپان دغه ازموینه په کلکه غندلې او ویلي یې دي چې داسې ښکاري چې دغه توغندی د جاپان په اوبو کې راپرېوتلی دی.

د جاپان صدراعظم شینزو ابي ویلي چې هېواد یې له متحده ایالاتو او جنوبي کوریا سره په ګډه د دغې ازموینې په وړاندې په یو مشخص ځواب ویلو غور کوي.

د جاپان صدراعظم شینزو ابي
د جاپان صدراعظم شینزو ابي

روسیې چې د پخوا په څېر د شمالي کوریا دغه ازموینه هم غندلې، یو ځل بیا یې له ټولو هېوادونو غوښتي چې له ډېر زغمه کار واخلي.

د راپور له مخې دا متحده ایالاتو، جنوبي کوریا او جاپان ته خبرداری دی چې له پوځي اقدام څخه ډډه وکړي.

د شمالي کوریا دولتي آژانس تر اوسه په دې اړه تبصره نه‎ده کړې.

شمالي کوریا پر دوو اټمي ازموینو سربېره چې تېر کال‌یې ترسره کړي تر اوسه لسګونه د لیرې واټن ویشتونکي توغندي ازمویلي دي.

که څه هم پیونګ‌یانګ په وروستیو کې ادعا کړې چې د اټمي سروکو لېږدونکی توغندی یې چې د امریکا تر خاورې رسېدلی شي ازمویلی دی خو ډېر کارپوهان په دې باور دي چې شمالي کوریا څو نورو کلونو ته اړتیا لري چې دغه هدف ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG