۲۲ کلن اوټو ورمبیر د دوشنبې په شپه د مغزو د صدمې په سبب ساه ورکړه.
دغه امریکایي ځوان په شمالي کوریا کې څه باندې ۱۷ میاشتې بند په دې تېر کړ چې ګواکې د یوې لوحې د تښتولو هڅه یې کړې وه.
اوټو ورمبیر د ۲۰۱۶ کال په مارچ میاشت کې محاکمه او په پنځلس کاله بند په دې خاطر محکوم شو چې له یو ډله سیلانیانو سره یې شمالي کوریا ته په سفر کې د شمالي کوریا په خبره ورانکاري کړې وه.
هغه د شمالي کوریا د چارواکو او ژورنالیستانو په وړاندې څرګند شو او اعتراف پرې وشو:
"هیله کوم! ما د خپل ژوند تر ټولو غلطه اشتباه وکړه."
اوټو ورمبیر د ۲۰۱۶ کال له مارچ میاشتې چې زندان ته ولوېد کوما ته تللی و.
د ورمبیر پلار فریډ ورمبیر وویل، د اوټو د مړینې په باب د شمالي کوریا دلایل چې ګواکې اوټو د خوب درمل خوړل او سخت مسموم شوی و نه شي منلی:
"کوما ته د تللو علتونه که د مسمومیت شدید حالت یا هم د خوب د درملو استعمال دلیل راوړل شي چې موږ ته د منلو وړ نه دي، خو بیا هېڅ یوه متمدن ملت ته دا پلمه نهشي جوړېدای چې د هغه روغتیايي حالت پټ وساتل شي او د زیاتې مودې لپاره دې له لازمو روغتیايي خدماتو لرې وي."
اسوشیتیډ پریس خبري اژانس د ورمبیر په حواله ویلي چې:
"په شمالي کوریا کې د اوټو ناوړه شکنجې له دې پرته چې ټول داسې غمجن کړي بله څه پایله لرلای شوه."
ډاکټرانو د اوهایو په سینسنتي ښار کې چېرته چې اوټو ورمبیر پهکې زیږیدلی و ویلي چې د اوټو مغزو سخته صدمه لیدلې وه.
سترګې يې پرانیستې وې خو په څه نه پوهېده د لاس او پښو عضلاتو یې کار نه ورکاوه.
د اوټو ورمبیر مړینې تُند غبرګونونه پارولي دي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون شپه د ورمبیر د مړینې له اعلان سره د شمالي کوریا رژیم ظالم وباله او ویې ویل چې ورسره ګوري به:
"زه غواړم ووایم چې اوټو ورمبیر وم. هغه یو نیم کال په شمالي کوریا کې تېرکړل. ډېر ناوړه کارونه وشول خو لږ تر لږه موږ وتوانېدو چې هغه بېرته راولو. کورنې یې هغه ولېد که څه هم وضعه یې خرابه وه. هغه لږ مخکې ساه ورکړه. دا یو ظالم رژیم دی او موږ د دې توان لرو چې چلند ورسره وکړو."
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي ویلي چې د ورمبیر مړینې تر بل هر څه د امریکایانو زړونه سخت غمجن کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي د ورمبیر کورنۍ داسې یو غمجن حالت کې ده چې بل هېڅ کورنۍ یې نه شي درک کولای.
د ورمبیر د خوشې کولو لپاره د ټرمپ ادارې هڅې کړې وې هغه هڅې چې د اوټو ورمبیر د پلار فریډ ورمبیر په خبره د بارک اوباما ادارې له خوا نه وې شوې.
شمالي کوریا لا هم درې امریکایان په بند کې ساتلي هغه څه چې د امریکا متحده ایالتونو په باور له سیاسي لارو د فشار راوړلو د وسیلې په توګه کاریږي.
صفي الله ستانکزی