د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

ملګري ملتونه د اټمي وسلو بندولو طرحې تصویبولو په لټه کې دي


د ملګرو ملتونو سازمان په دې لټه کې دی چې ژر د اټمي وسلو د بندولو لپاره یوه طرحه تصویب کړي.

پر همدې طرحې پرون د ملګرو ملتونو سازمان د بې وسلې کولو برخې بحث هم کړی دی.

ملګري ملتونه په دې هیله دي چې د جولای په میاشت کې د څه باندې ۱۳۰ هېوادونو سیاسي ارادې ته په کتو د اټمي وسلو د بندولو د لومړنۍ طرحې تصویب ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د بې وسلې کولو ادارې ویلي د اټمي وسلو قانوني ممنوعیت به یو تاریخي پرمختګ وي.

د دې ادارې مشرې ایزومي ناکامیتسو «Izumi Nakamitsu» دا خبره پنجشنبې په ورځ د اټمي وسلو د بندولو په اړه د یوې طرحې پر سر د بحث په پیل کې وکړه.

هغې وویل اټمي بې وسلې کولو ته اړتیا جدي ده ځکه اټمي بې وسلې کول له ۱۹۴۶ کال راهیسې چې ملګرو ملتونو په دې اړه لومړی پرېکړه لیک تصویب کړ د دغه سازمان یو هدف ګرځېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د بې وسلې کولو ادارې مشرې دې ته په کتو چې ځینې هېوادونه خپلې اټمي وسلې مډرنې کوي د دې طرحې تصویب ضروري وباله.

د مې په ۲۲ په ملګرو ملتونو کې د کوستاریکا سفیرې ایلین وایټ ګومیز د اټمي وسلو د ممنوعیت په اړه په لومړنۍ غونډه کې د ګډونوالو هېوادونو ژمنه وستایله او ويې ویل چې ټول د دې طرحې د بشپړولو تاریخي ورځې ته په تمه دي.

ټول هغه نهه هېوادونه متحده ایالات، روسیه، بریتانیه، چین، فرانسه، هند، پاکستان،شمالي کوریا او اسرائیل چې ویل کېږي اټمي وسلې لري د دې وسلو د ممنوعیت له تړونونو ملاتړ نه کوي.

امریکا متحده ایالتونه او نور اټمي قدرتونه د اټمي وسلو د شااوخوا نیمې پيړۍ د هغې معاهدې غښتلتیا او پاتې کېدل غواړي چې د اټمي وسلو د پراخېدو په مخنیوي ټینګار لري.

د نیمې پېړې مخکې معاهده پر دې ټینګار کوي چې له پنځو اټمي قدرتونو متحده ایالتونو، روسیې، بريتانیې، فرانسې او چین پرته د نورو هېووادونو ترمنځ د اټمي وسلو د پراخېدو مخه ونیول شي.

نیکي هیلي.
نیکي هیلي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالتونو سفیرې نیکي هیلې د مارچ پر اوه ویشتمه وویل له دې به زیات څه نه غواړي چې له اټمي وسلو خالي یوه نړۍ رامنځته شي خو باید واقعیتونه درک کړای شي.

هغې شمالي کوریا ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ایا دا هېواد به له اټمي وسلو لاس په سر شي؟

د ملګرو ملتونو غړیو هېوادونو تېر ډسمبر که څه هم اټمي قدرتونو او د هغوی متحدونو مخالفت وکړ د اټمي وسلو د ناقانونه ګرځولو په اړه د طرحې په سر د بحثونو اجازه تصویب کړه.

د دې طرحې له مخې به هېوادونه دې ته ژمن پاتې شي چې هېڅکله اټمي وسلې تولید نه کړي او په دې تړاو هر ډول فعالیت لکه د اټمي وسلو پلور پېر، مالکیت، اټمي سروکو انتقال او ازموینو څخه هم لاس په سر شي.

د اټمي وسلو د له منځه وړلو نړیوال کمپاین ویاند ډېوډ سولیمیني ډاډ څرګند کړی چې د اټمي وسلو د ممنوع ګرځولو طرحه به د جولای په ۷ بشپړه شي او وروسته له هغه هېوادونه ازاده دي چې دا طرحه ومني.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG