پاکستان له چين سره د اقتصادي دهلېز په پروژه کې له ننګونو سره مخ دی

چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز په نوم د میلياردونو ډالرو په لګښت یوه پروژه پلې کوي چې له دې سره به چين منځني ختيځ هېوادونو او اروپا ته لاره ومومي او د پاکستان د برېښنا او انرژۍ د کمښت ستونزه به تر ډېره بریده حل شي.

پاکستان له چين سره د اقتصادي دهلېز د جوړولو په پروژه کې له ځينو ننګونو سره مخامخ دی.

د دغه هېواد د پلان وزیر احسن اقبال وايي، دا ستونزې پر دې سربېره هم شته چې دا اقتصادي پروژه به د پاکستان لپاره ډېرې اقتصادي ګټې لري.

چين ژمنه کړې ده چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز په پروژو به د ۵۷ میليارده ډالرو پانګونه کوي.

دا د هغه اقتصادي پلان برخه ده چې چين به له منځني ختيځ او اروپا سره ونښلوي.

چين به له منځني ختيځ او اروپا سره ونښلوي.

د چين ولسمشر شي جین پېنګ د اقتصادي دهلېز دا پروژه په ۲۰۱۳ کال کې وړانديز کړه خو تر اوسه‌یې جزئيات نه‌دي بشپړ شوي.

د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال د چین په داليان ښار کې نړيوال اقتصادي فورم ته د چهارشنبې په ورځ په خبرو کې وويل چې دا ستونزې تر اوسه نه‌دي حل شوي.

اقبال ويلي چې ده دوه کاله له وزيرانو سره په غونډو کې د پالېسۍ د هماهنګ کولو په خاطر غونډې جوړې کړي دي، خو د پاکستان ولایتونه په دغې پروژه کې زیاته ونډه غواړي او له يو بل سره سیالي کوي.

اقبال په خپلو خبرو کې وويل چې حکومت د کورنيو او بهرنیو برخه لرونکو لورو د هماهنګ کولو لپاره يو مېکانيزم رامنځته کړی دی، خو د دې مېکانيزم په اړه‌يې نور معلومات ورنه‌کړل.

چين او پاکستان غواړي د دې اقتصادي دهلېز له مخې د رېل، سړکونو او انرژۍ د تأسيساتو یوه شبکه جوړه کړي.

چین له دې لارې غواړي د انرژۍ شبکه رامنځته کړي.

پاکستان د دې پروژې ډېر ملاتړ کوي او دا ځکه چې د دې نوښت له لارې به د پاکستان د برېښا او انرژۍ ستونزه تر ډېره حل شي.