د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

اسفنديار: د پاکستان _چين اقتصادي دهلېز په نقشه کې بدلون نه منو


د عوامي نېشنل ګوند مشراسفنديار ولي خان وايي چې د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي دهلېزد لويې لارې په نقشه کې هېڅ ډول بدلون نه مني او ددې لپاره به سياسي او قانوني مبارزه وکړي.

نوموړى همداراز وايي چې ګوند به يې ددغه دهلېز د پخوانۍ نقشې د عملي کولو لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي او په دې لړ کې به له هغوټولو ګوندونو سره کېني چې د نوې نقشې مخالفت کوي.

اسفنديار ولي خان دا څرګندونې د يکشنبې په ورځ په پېښور کې د خپل ګوند له جګپوړيو غړيو سره ترمشورتي غونډې وروسته يوه خبري کنفرانس ته د وينا پرمهال وکړې.

نوموړي دا غونډه ترهغې وروسته کړې چې د چين ولسشمر د روانې مياشت په ٢٠مه نېټه اسلام اباد ته سفر وکړ او د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي دهلېزد جوړولو د پروژې په ګډون يې د ٤٥ ملياردو ډالرو په ارزښت د يو شمېر نورو پرمختيايي پروژو تړونونه لاسليک کړل.

ويل کېږي لومړی داسې پلان و چې د کاشغر ګوادر بندرته تلونکې لار د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له لارې تېره شوې وای خو اوس په نوې نقشه کې دغه لاره د پنجاب له ایالته تېرېږي.

خو اسفنديار ولي خان وويل چې ددغه اقتصادي دهلېز په نوې نقشه کې د قبايلي او هغو سيمو يادونه، نه ده شوې چې ترورېزم ځپلي دي:

"د قبايلي سيمو د خلکو خو په کاغذونو کې بيخي يادونه نه ده شوې، په داسې حال کې چې په اصلي پلان کې په څرګنده ويل شوي وو چې دغه اقتصادي دهلېز به په هغو سيمو کې تيرېږي چې ګټه يې د ترورېزم او بنسټپالنې ځپلو ته ورسېږي."

ټاکل شوې چې دغه درې زره کیلومتره اوږده د اورګادي، موټرو او سمندري بېړیو لاره د چین د کاشغر له بندره د پاکستان ګوادر بندر ته تېره شي او په دې توګه به اقتصادي ګټې او ځایي خلکو ته کارونه ور په برخه کړي.

د اسفنديار ولي خان په خبره ، دوى د بهرنۍ مرستې او د پنجاب د پرمختګ مخنيوى نه کوي، خو پنجاب دې له برابرۍ کار واخلي:

"موږ په هېڅ صورت د بهرنۍ مرستې مخالفت نه کوو او نه هم غواړو چې د پنجاب د پرمختګ مخه ونيسو، پنجاب دې زر ځله پرمختګ وکړي، خو د پاکستان هغه وروسته پاتې سيمې چې په نړۍ کې يې سارى نه ليدل کېږي، بايد هغه هم له پامه ونه غورځول شي. "

د هغه په خبره، ګوند به يې په نژدې ورځو کې په بلوچستان ايالت کې د هغو ګوندونو يو ټولګونديز کنفرانس راوغواړي چې ددغه اقتصادي دهلېزد نوې نقشې مخالفت کوي څو په دې اړه يوه ګډه تګلار وټاکي.

د يادونې وړ ده چې د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په ګډون د پښتونخوا ځینو نورو سیاسي مشرانو هم له دغه پلان سره مخالفت څرګند کړی او همداراز د خيبر پښتونخوا ايالتي اسامبلې ددغه اقتصادي دهلېز د نقشې بدلولو په مخالفت کې يو مذمتي قرداد هم تصويب کړى دى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG